یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپه ویانا کې د طالبانو د مخالفانو غونډه پیل شوه

په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو غونډه پیل شوه

تاند (دوشنبه، د سرطان ۴ مه) د طالبانو د مخالفو څېرو څلورمه غونډه نن (دوشنبه) سهار په ویانا کې د اتریش د نړیوالو چارو د انسټیټیوټ په کوربه توب پیل شوه.

تر غونډې مخکې پرون د غونډې تنظیموونکو په یوه بیان کې ویلي چې دوی هیله لري چې دا غونډه به د اختلافاتو په لرې کولو، د پیوستون په پیاوړي کولو او د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوه ګډ لیدلوري په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

په ګډونوالو کې به د طالبانو د حکومت د وسله والې مخالفې جبهې استازي، سیاستوال، د مدني ټولنې فعالان او ښځې شاملې وي.

په بیان کې راغلي، “موږ تمه لرو چې دا غونډه به سیاسي اختلافات کم کړي او د افغانستان د راتلونکي لپاره د ګډ او متحد لیدلوري لپاره لاره هواره کړي.”

د ویانا غونډې د طالبانو د حکومت د یو شمېر مخالفانو له خوا او د اتریش د چارو د نړیوال انسټیټیوټ په کوربه توب د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر له ۱۵ نیټې څخه پیل شوې دي.

دا غونډې په سیاسي اجماع، د ښځو د حقونو په ملاتړ، د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت پر نه رسمیت پېژندلو او د بشري حقونو د خوندي کېدو لپاره پر طالبانو د فشارونو د زیاتېدو د غوښتنو لپاره د اعلامیو په خپرېدو پای ته رسیږي.

د ویانا لومړۍ غونډه د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۵ مه د ځینو نه چندان نېکنامو قوماندانانو لکه د مقاومت جبهې د مشرانو او یو شمېر پخوانیو سیاستوالو په ګډون دایرې شوې وې.

د ویانا دوهمه غونډه چې د ۲۰۲۳ کال د اپریل په ۲۴ ترسره شوه، د طالبانو ضد شخصیتونو هم ګډون کړی و، چې پکې د مقاومت جبهې مشرانو، د ښځو او د سیاسي ګوندونو استازو ګډون کړی و. د دوهمې غونډې اجنډا د سیاسي اجماع په پیاوړتیا، د خبرواترو له لارې د افغانستان د ننګونو پر حل، پر طالبانو د ډیپلوماټیک فشار، او د اتباعو د اساسي حقونو په تامین تمرکز درلود.

د ویانا دریمه غونډه، چې د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په ۳ مه جوړه شوه، سیاستوال او ښځې د دریو ورځو لپاره راټولې شوې. ګډونوالو پر ملګروملتونو غږ وکړ، چې د افغانستان د وضعیت د بدلولو لپاره د سیاسي پروسې لپاره زمینه برابره کړي.

که څه هم دا ډول غونډې، چې له افغانستانه ډېر لیري جوړیږي، د طالبانو پر دریځونو چندان اغېز نه شي لرلی خو داسي ښکاري چې که طالبانو د ښځو د حقونو په شمول ځینې اساسي بشري حقونه ونه مني، په دې ډول غونډو کې د طالبانو لپاره په آینده کې د سرخوږي د جوړولو په خاطر د یوې پراخې جبهې بنسټ اېښودل کېدای شي.

1 COMMENT

  1. زه فکر نه کوم چې د داسې منفورو ، ازمویل شویو څېرو په موجودیت کې چې د شورای نظار یا « جبهه مقایومت » پر محور سره راټول شویدی ، داسې غونډې د افغانستان له پاره کومه ګټه ولري .
    جنګي جنایتکار ، د کابل ښار ورانوونکی ، د 70000 کابل بې ګناه ښاریانو قاتل ، د کابل ښار د افشارو د سیمې د 15000 مظلومو شهیدانو عامل یا د نظار منفوره شورا ټول ولس ته معلومه ده . لاتر اوسه د کابل ښاریانو له حافظې نه ده وتلې . دې منفورې جنایتکارې ډلې د کابل ښار ټول کورونه وران کړل . د هغوی شتمني او د شهزاده سرای د صرافانو ټوله سرمایه یې لوټ کړه . د افغانستان د دفاعي قواوو ټول تجهیزات ، وسایل ، مرمۍ ، 4500 ټانکونه ، 700 نظامي الوتکې او ډول ډول توغندی ویشتونکې دستګاوې یې ټول د خپل مشاور جنرال حمید ګل له سره جار کړل .
    د شورای مقایومت مرستیالانو او انډیوالانو په دشت لیلي که 16000 ټالب اسیران د ټولو نړیوالو قوانینو او اصول پرخلاف ووژل . په تېرو شلو کلونو کې دوی د نړیوالو بشردوسته انسانانو میلیاردونو دالرو مرستې چور او تالان کړې ، چې اوس د هغوی له برکته په دوبۍ ، ترکیه او نورو ځایونه کې په عیش او ناز سره ژوند کوي .
    وایي : ګرسنه را خواب میبرد ، آموخته خور را نې .
    نو اوس تاسې فکر څه فکر کوئ ، دوی د افغانستان د ولس او سرنوشت له غمه مړه دي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب