یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد شمالي وزیرستان زرګونه خلکو د پاکستان د پوځ د تازه دمو...

د شمالي وزیرستان زرګونه خلکو د پاکستان د پوځ د تازه دمو عملیاتو په مخالفت غونډه وکړه

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۴ مه) د پاکستان د حکومت لخوا د ترهګرو ډلو د ځپلو په نوم د عملیاتو له اعلان سره د پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې زرګونه کسانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوربه توب د دغو عملیاتو مخالفت وکړ او ویې ویل، چې پښتنې سیمې نورې د مرموزو جګړو زغم نه لري.

د غونډې ګډونوالو د امریکا په ګډون د پاکستان له متحدینو وغوښتل، چې داسې مرموزو جګړو ته مالي ملاتړ ورنه کړي.

د ولسي غونډې پرمهال، د علاقې په وسایلو او ډیورنډ فرضي کرښې پر وضعیت هم خبرې شوې او وینا والو وویل چې ګني د پولې دواړو خوا وسایل لوټل کیږي او د پولې په کېدو سره د سیمې خلکو نه کاروبار اخستل شوی دی.

د پاکستان حکومت او پوځ د شمالي وزیرستان د خلکو او پښتون ژغورنې غورځنګ دغې غونډې او څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د ترهګرو د ځپلو په نوم د عملیاتو اعلان کړی و.

دغه اعلان د پاکستان پارلمان کې د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو له مخالفت سره هم مخ شوی.

دوی ویلي، چې د جګړې خلاف دي او د سولې له لارې د موضوعاتو حل غواړي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف بیا د عمران خان پلویان د داسې دریځ له امله د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی