Homeخبرونهاتریش نن د یو شمېر غیر طالب افغان سیاستوالو د غونډې کوربه...

اتریش نن د یو شمېر غیر طالب افغان سیاستوالو د غونډې کوربه دی

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۴ مه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د دغه هېواد د یوه نړیوالو اړیکو د انستیتوت لخوا د یو شمېر غیر طالب افغان سیاستوالو دوه ورځنۍ غونډه پيلیږي.

د راپورونو له مخې، دې غونډې ته د بېلابېلو غیر طالب سیاسي او جنګي ډلو استازي او مشران ور بلل شوي.

له دې ډلې د احمد مسعود، شاه محمود میاخېل او یو شمېر نورو کسانو نومونه اخیستل شوي چې د بېلابېلو سیاسي او جنګي ډلو استازیتوب کوي.

دې غونډې ته له ورتلو سره سم د افغانستان د جمهوري غوښتونکي خوځښت استازي شاه محمود میاخېل ویلي چې دوی د ټول شموله حکومت پر ځای ټول شموله نظام غواړي چې د ټولو افغانانو استازیتوب او حقونه خوندي کړي.

له دې سره د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې وسله والې ډلې په اعلامیه کې راغلي، چې غونډه کې به د افغانستان د راتلونکي نقشې په اړه د غیر طالب څېرو پر انسجام او هوکړې بحثونه وشي.

د ویانا مخکینۍ غونډې تر ډېره د احمد مسعود پر محور را څرخیدې چې له دې امله نیوکو سره مخ شوې وې.

څارونکي باور لري چې د طالبانو د رژیم سخت دریځي سبب شوې، چې د دوی خلاف د پخوانیو جنګسالارانو پاتې شوني بیا مطرح او د سیمې او نړۍ قدرتونو ته د افغانستان خلاف د نورو لوبو زمینه اسانه شي.

دوی له طالبانو غواړي چې د قدرت له انحصار، افراطي کړنو او زورواکۍ ژر لاس په سر او د یوه قانونمند او ولسواک نظام جوړولو لپاره افغانانو سره خبرو ته کیني، کنه د روان وضعیت د دوام او ناوړه پایلو مسوولیت به تر هر لوري ډېر دوی ته متوجه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...