یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد پاکستان دفاع وزیر د عمران خان ګوند د ترهګرۍ په ملاتړ...

د پاکستان دفاع وزیر د عمران خان ګوند د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۴ مه) د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د دغه هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورن کړ.

هغه دا تور د « عزم استحکام» په نوم پوځي عملیاتو سره د یاد شوي ګوند د پارلماني ملاتړو له مخالفت وروسته پورې کړ او ویې ویل، چې د ترهګرو ملاتړي د ترهګرۍ خلاف د عملیاتو مخالفت کوي.

پارلمان ته د خواجه آصف د وینا پر مهال د عمران خان پلویانو یو ساعت له دې امله اعتراض وکړ، چې ولې د پاکستان پوځ او بنسټونه د هغو عملیاتو اعلانونه کوي، چې دوی یې د ترهګرۍ خلاف ګڼي.

د خان د پلویانو په وینا، دوی د جګړې پر ضد د سولې پلویان دي.

د پاکستان دفاع وزیر د اعلان کړو عملیاتو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه ده معلومه، چې یاد شوي عملیات به کله او چېرته پیل او تر کله به دوام وکړي؟

ګومان کیږي چې دا عملیات بیا هم د پښتونخوا په سیمو کې ترسره شي، ځکه له دغو سیمو د ټي ټي پي د فعالیتونو د زیاتوالي خبرونه ورکول کیږي.

د پښتنو  یو شمېر ملتپال پاکستان د پښتنو سیمو کې د ډالري جګړو په ډیزاین او مخته وړلو تورنوي.

د دوی په وینا، پاکستان له یوې خوا د ترهګرو ډلو په نوم ډلې جوړوي، پښتانه پرې ځپي، سیمې یې نا امنه کوي او بل لور ته د دغو ډلو د ځپلو په نوم له خپلو نړیوالو متحدینو پریمانه مرستې اخلي او د ترهګرۍ له تولیداتو او لوبو خپلو موخو ته دوام ورکوي.

2 COMMENTS

  1. د فاکستان دفاع وزیر ته دا لاندې سند ؤښایاست چه په هغه وخت کی عمران خان چېرې ؤ؟!

    https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749

    او ۱۹۸۵ کال کې مې چه د غم افغان فلم له څو د سویس د زیوریخ د تلویزیون غړي سره نیول، ستاسو د ترور مکتب یو غړي سره یو سویسی وغږید او درسي کتاب یې موږ ته وښود چه مې ځان سره وویل چه خدای دې د افغانستان خیر پېش کړي!

  2. شغال چې وږی شي ، خپل بچي هم خوري .
    د کثیفستان نظامیان د یوڅو دالرو ترلاسه کولو لپاره هرجنایت ته تیار دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی