شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهطالیانو د لاوروف د خبرو په ځواب کې؛ له ټولو اړخونو سره...

طالیانو د لاوروف د خبرو په ځواب کې؛ له ټولو اړخونو سره په ټولو مسلو خبرو ته چمتو یوو

تاند (دوشنبه، د سرطان ۴ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له افغانستان سره د لا باثباته، دوامداره او رښتینو خبرو د ملاتړ په برخه کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف د څرګندونو هرکلی کوي.

خبرپاڼه زیاتوي: اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د یوه مسوول حکومت په توګه له ټولو اړخونو سره د ګډو مسایلو په اړه هراړخیزو خبرو اترو ته، چې نتیجه ولري، چمتو دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د ناامنۍ په اړه د لاوروف د اندېښنې په ځواب کې ویلي: د افغانستان حکومت د روسیې په شمول ټولو هېوادونو ته وايي چې په افغانستان کې د نیواک له ختمېدو سره د ناامنۍ عوامل له منځه تللي او اوس په دې هېواد کې د پانګونې او د سترو پروژو د پلي کولو لپاره زمینه برابره شوې ده.

لاوروف په الماتي کې د ډله ییز امنیتي تړون له غونډې وروسته ویلي و چې د داعش او القاعده په شمول جګړې ته تیارې ډلې لا هم په افغانستان کې شته.

د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منير اکرم د امنیت شورا په غونډه کې ادعا کړې چې د القاعده، ټي‌ټي‌پي او اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې په ګډون یو شمېر نورې ترهګريزې ډلې په افغانستان کې حضور لري چې د افغانستان اوسنی حکومت یې باید پر وړاندې اغېزمن او دوامداره اقدامات ترسره کړي.

ده زیاته کړه،”هغه تروریستي ډلې، چي په افغانستان کی د دولت له معافیت څخه ګټه اخلي، داسی ښکاري چې د افغانستان ټولو ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته مستقیم ګواښ دي. په پای کې دغه ترهګریزي ډلې د افغانستان موقت حکومت او د هغوی د اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا اهدافو ته به هم یو لوی ګواښ وي.”

3 COMMENTS

  1. داټول ګواښ کوونکی ، ټاپه وهونکی پلمه ګیر او هسې اوبه خړونکی دی سرګین په یوه منډې وهی ویست په بله اکرم منیر په ګمراه کوونکو تبلیغاتو بوخت دی . دا او نور ټول دیوې سوړې ماران دی. روزا دیوناما مشر دافغانستان دپیژندکلوی سیاسی شخصیت نه لری نو داخو دافغانستان لپاره هیڅ ګټه نه لری. داډلې ټپلې په اټکل کولې باسې چې په واقعیت کې بن بست ګڼل کیږی .

  2. ښاغلی شریف زاد وروره همداسی ده. که په دقیق ډول پورتنی لیکنه څوک ولولی کټ مټ ستاسی تبصره یی ځواب دی. مننه

  3. شریف زاد خانه نن د خیالاتو وخت نه دی، لیکل ښه دی خو چه پوره پوهه وي! بې خبر یاست چه او ډېر مملکتونه له څو کلونو راهیسې سخت بوخت دي چه نور نو د غربیانو ۳۲۰۰ کلن د لوی مار یا اژدر سوری وړنګوي او اد د ننړۍ مالک چه غرب ؤ او دی، له دغو نه ځانونه خلالس کړي، نور نو د ډالر پاچاهي دوره مر خواته روانه ده، د بریکس بانک اساسات تکمیل او د دالر اقتصادي زور مرګ خواته روان دی، بیا نو غرب او ناتو نشي کولاای د دروغو بهانو پر بڼست پر نورو ملکونه وسخاستي! هیله ده چه په خبره پوه شئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب