چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د پروین ملال څو شعرونه

د پروین ملال څو شعرونه

9دمڼو دنګهت وزرې

څوک به یې څنګه لیکې ؟

داور پر پاڼو باندي ،

زموږ د دور دونو ، ددرد او سوي سندرې

دوږمو نرم ښځینه لا سونه

دونو درد خوږ کړی

اوس په سارا کې د شپیلۍ په ژبه

ټپي نغمې ږغوي

دځنځیرونو د هرشرنګ سره،

وریښمینې پښې دیوې ساه خوږیږي

وایې ، میین ادم یو وخت ګناه کړي وه

اوس مو تاریخ کې د هردور حوا

دځنځیرونو شرنګ ته ،

دناچارۍ نڅیږې 

اوس د هردور دتورو ،اودلفظونو انځورګر،

دبنګړو شرنګ ته ، په جادو اومنتر ،

یوه نغمه ږغوي

خوږه ترګوړې نرمه ، نرمه دوریښمو په څیر

څوک به یې څنګه لیکي ؟

داور پر پاڼو باندي زموږ د، دور دونو،

د درد اوسوي سندرې

په بڼ کې ونې د مڼو، ناروغې

سهار ، ماښام سړې څپې  تودي څپې

دتورو تبو * پرخپل ځان تیروي

د مڼو ښکلو حافظو کې دنګهت  وزرې

دالوتولو د بام ،دلطافت او کیف ، 

افسانې نه یادوي

کاشکي یو ځلې دمڼو په حافظو کې بیا

یو نوی ،خوږ. خوږ پسرلی راشین شي

مراندې يې مځکه کې ،

دسره نوي غزونې پیل کړي

تنې یې بلا ربې شي دڅانګو ،

ښکلې ، ښکلې ماشومانې راوړي

کاشکي ، یو ځلې بیا،

د ونو ښکلي شرنګیدلي ګلابې شګوفي

دڅانګو غیږ کې خپل سرونه کښیږدي

خوب دمڼو وویني 

شونډې غوټې ، غوټې کړي 

 بیاد حجاب را ووزې، 

دبڼ دهسکو چنارونو سره ، 

په سترګو، سترګو کې خبرې ،

دالفت وکړي

کاشکي یو وارې بیا، 

درد منې ونې د بڼ ، دمڼو خوب وویني 

کاشکي یووارې د مڼو په حافظو کې بیا

یو نوی خوږ. خوږ پسرلی ،

راشین شي

یادونه :

توره تبه *  په عامه اصطلاح زما په ګومان  (محرقي ) Tyfhoid  ته وایي، د کندهارۍ میرمنو یوه ښرا داسي ده ، (په توره تبه دی مرګ سه)

۲۰۲۳ / ۳ / ۲۵

دسخاوت شیبې

زما د پلار په لاس کې ،

سترګه د سبا راخیژې

زما د پلار په لاس کې لمر ډوبیږې

ورځې زما د پلار ورغوو کې ،

دپیل قدمونه ایږدي

ورځې زما دپلار ورغوو کې

دشفتالو،الوبالواودشاه توت د بڼ کیسې لولې

دمازدیګر غمګین رنګین غروب

زما د پلار د قد مونو سره زموږ،

وبام ته راځی

او دسهار دسپیدو ، سپین تندی

سپین سوربخن رخسار

زما د پلار د تندي ، پر خړه مځکه باندي

دګلابي ، سپینو ګلونو کروندې کرې

زما د پلار سترګو کې ،

سترګه د سبا راخیژي

زما د پلارپه لاس کې ، 

د ژوند او میینې کتابونه ، 

د عرفان اوپو هي

سپینې ترورځو ، او رڼا ، رڼا

د سمندر سپینې، سندرې وایې

د  سمندردڅپو پاڼو کې 

 دُراو ګوهر لټوي

زما د پلارد پلونو ، لار کې 

دسرو یاقوتو ، زمردو کان ته لار تللي ده

زما د پلار خبرې لکه ښایست دستورو

زما د پلار سیوري ، د ونو شونډو باندې

ساه دژوندون ویښوي

زما د پلار سیوري ، 

زما دپلا ر سیوري به یووارې بیا،

دشین قدمه پسرلی ښکالو ته ،

بار د نګهت او لطافت راوړي

زماد پلار سیوری به  ، یو وارې بیا،

داسمان شنه ټټر ته د سپینو ، سپینو

اوکر کنډو ، وریځو سپيني جامې

واوبدي .

۲۰۲۳ / ۳ / ۲۷

غزل

ستا په خیالونو کې بیګا بیا تر امکان ولاړ مه

ډکه  دستورومې لمن وه ترباران ولاړ مه

دشونډو ټول پتري مې ورژول پاڼې ، پاڼې

سجده د شکر مې کول ترلا مکان ولاړمه

ما د سبا تندی کې کرښې د قسمت لوستلي

ذره ، ذره شومه د مځکې، تراسمان ولاړمه

دیو چا خیال راتلي شیبې ،شیبې سارا راتلله

دچا د خیال په سیوری ژونده ؛  ترکاروان ولاړمه

پرهر مې خپل په بڼووګنډی ، دتړمو اوښکو،

ټکور مې ورکړ، دموسکا تر ګلستان ولاړمه 

تنهایې نه وه  درد او کیف یې و جوړه راسره

خپلې تڼاکې مې لوستي، ترشبستان ولاړمه

ورځو کې ځای نشوم پر پلونو د (پروین) وختم

دیوه ستوری په ارمان کې تر ارمان ولاړمه

۲۰۲۳ / ۳ / ۱۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب