پوهنیار رحمت الله کټوازی د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد
انسانانو د خپلو تمدنونو د پراخولو لپاره د وخت له مختلفو وسايلو استفاده کړې او هغه ډول کارول یې د همغې پېړۍ غوښتنې هم وې. مثلا، لومړنیو انسانانو د خپل وخت له اړتیاوو او محدود علم سره، د خپل چاپېریال ډبرو ته پام شو. له ډبرو یې ډول ډول وسایل جوړ کړل او د خپلې زمانې د ډبرو دوره یې رامنځته کړه. تر هغه وروسته یې بیا اوسپني ته پام شو او له اوسپنې یې د حیواناتو د ښکار کولو او په طبیعت کې دوئ ته له پېښو ګواښونو نه د ځان ساتلو لپاره دفاعي وسایل جوړ کړل او د اوسپنې دوره یې رامنځته کړه. همداسې د برونزو له کشف نیولې بیا د اوسنۍ زمانې تر مصنوعي ځیرکتیا، دا ټول وسایل د وخت له اړتیاوو او غوښتنو سره سم رامنځته شول او د زمانې د مروج علم پر مټ انسانانو نوې څېړنې او موندنې په کې وکړې. له مصنوعي ځېرکتیا او ربوټونو سره د بشر ښکېلیتا او اړیکې د اوسنۍ زمانې اړتیا او ضرورت دی. دا چې مصنوعي ځيرکتیا او د هغې پر مټ جوړ شوي ربوټونه د ساینس او ټیکنالوژي په دې روانه زمانه کې انسانانو ته په سوداګرۍ، زراعت، سیاست، سیاحت، اړیکو او نورو برخو کې کوم فرصتونه په لاس ورکوي، او یا یې له کومو ننګونو سره مخ کوي، دا ډېر لوی بحث دی او په هره موضوع یې د اړوندو علومو د متخصصینو له خوا جلاجلا مقالې لیکل کېدای شي، خو زه به په دې مقاله کې دې پوښتنې ته د ځواب پیدا کولو هڅه وکړم، چې د مصنوعي ځیرکتیا په دې مخ پر ودې حالت کې به چَټ جي پې ټي (ChatGPT) لوړې زده کړې له کومو ننګونو او فرصتونو سره مخ کړي؟
چَټ جي پې ټي (ChatGPT) په مصنوعي ځیرکتیا سمبال د ماشیني زده کړو سیستم دی، د (OpenAI) شرکت له خوا چې د امریکا د سانفرانسیسکو په ایالت کې موقعیت لري جوړ شوی دی. دا سیستم په انټرنیټ کې د پرتو معلوماتو پر مټ کولای شي، چې هره پوښتنه ځواب کړي او په لیکلې بڼه معلومات وړاندې کړي. چَټ جي پې ټي (ChatGPT) ځکه په لږه موده کې ډېر مشهور شو چې کارول یې اسانه دي، وړیا دی، او دا سیستم د دوامداره زده کړې وړتیا لري. دا په مصنوعي ځیرکتیا سمبال دومره پرمختللی سیستم دی، چې حتی په هره موضوع (له هغو موضوعاتو پرته چې په انټرنیټ کې نشته) له کوچنۍ مقالې نیولې بیا تر ۲۵۰۰۰ کلمو پورې په ډېر لږ وخت کې اوږدې لیکنې کولای شي. د مقالو د لیکلو تر څنګ، د ریاضي محاسبې، د کېما د فومولونو حل، له شمېرو څخه د احصائیو را ایستل، د طب، اقتصاد، حقوقو، ادبیاتو او نورو علومو پوښتنو ته ځواب پیدا کول او حتی د پخلي لارښوود او تجارتي سپارښتنې لا درته کولای شي. تر دې وړاندې هم د مایکروسافټ، ګوګل او نورو شرکتونو له خوا په مصنوعي ځیرکتیا سمبال دغسې ربوټونه او ماشینونه جوړ شوي وو، خو چَټ جي پې ټي (ChatGPT) یې تر هغو ډېره پرمختللې بڼه ده چې اوس یې بحثونه راپارولي دي.
د چَټ جي پې ټي (ChatGPT)له جوړېدو سره سم، د لوړو زده کړو متخصصینو او د پوهنتونونو استادانو په خپلو مقالو کې بېلابېلې اندېښنې او سپارښتنې شریکې کړې دي، چې ځینې یې لوړو زده کړو، ارزونو او څېړنو ته یو ګواښ بولي او ځينې نور بیا لیواله دي، چې د مصنوعي ځيرکتیا دې پرمختللې بڼې لوړو زده کړو، محصلینو او استادانو ته ډېر فرصتونه په لاس ورکړي دي، چې سمه کارونه به یې د لوړو زده کړو لپاره یو انقلاب وي.
د چَټ جي پې ټي (ChatGPT) اړوند د پوهانو نظریات څه دي؟
نام چامسکي ، چې امریکایی فیلسوف، ژبپوه، او د نړېوالو پېښو او سیاست اړوند د ځانګړي نظر لرونکی لیکوال دی د چَټ جي پې ټي (ChatGPT)اړوند خپل نظر څرګند کړی دی. د نوموړي یو ساعته مرکه، چې ما واورېده، دی د لوړو زده کړو نړېوال سیستم ته خورا اندېښمن ښکاري او د مصنوعي ځیرکتیا په دې مخ پر ودې حالت کې د لوړو زده کړو کیفیت ښه نه ویني. نوموړي چَټ جي پې ټي (ChatGPT) ته د ادبي غلا د یوه پرمختللي سیستم نوم ورکړ، چې له انټرنیټ نه د نورو خلکو له خوا لیکل شوې جملې او مفاهیم اخلي او خلکو ته یې بې له ماخذه وړاندې کوي. هغه دا اندېښنه هم څرګنده کړې، چې له دې پرمختګونو به ددې سیستم کاروونکي ناسمه ګټه واخلي او دا به د لوړو زده کړو کیفت ته ډېر زیان واړوي. نوموړی اندېښمن دی چې د مصنوعي ځیرکتیا دا بې ساری پرمختګ به زموږ ساینس او اخلاقي اصولو ته زیان واړوي. د نوموړي په اند، دا چې انټرنیټ له مخلفو نظریو ډک دی، چَټ جي پې ټي (ChatGPT) ښایې یوې پوښتنې ته په انټرنیټ کې د پرتو منفي او مثبتو نظریو تر منځ ممکن ناسم معلومات وړاندې کړي او ناسم قضاوت وکړي، چې له علمي نظریو سره داسې قضاوت ناسم چلن دی او دا ساینس او رښتینو معلوماتو ته ګواښ کېدای شي. ساشالوسیوني چې یوه څېړونکې او د اقلیمي بدلون متخصصه ده، دې هم نېچر ژورنال ته په یوه مقاله کې ویلي موږ نه شو کولای چې د چَټ جي پې ټي (ChatGPT) په څېر د مصنوعي ځیرکتیا په دغسې ماډلونو باور وکړو. نوموړې په دې اند ده چې د چَټ جي پې ټي (ChatGPT) اړوند لا ډېرې معماوې او پوښتنې موجودې دي چې لا روښانه نه دي او لا ځواب شوي نه دي. مثلا، تر اوسه لا دا روښانه نه ده، چې د مصنوعي ځيرکتیا دې سیستم ته څه ډول ټرینینګ ورکول شوی؟ له څه ډول معلوماتو د استفادې څنګه سپارښتنه ورته شوې؟ څه ډول معلوماتو ته لاسرسی لري؟ د ژبپوهنې متخصصین هم د چَټ جي پې ټي (ChatGPT)د کارېدو طریقې ته هیلمن او اندېښمن دي. ځینې یې د ژبې د یوه پرمختللي ماډل په توګه داسې ګڼي چې خلک په اسانۍ سره کولو شي پر مټ یې معلومات پیدا کړي او د وخت په سپما کې مرسته ورسره وکړي. ځینې نور یې بیا صرف د انګلیسي او نورو څو محدودو اروپايي ژبو د کاروونکو لپاره ګټور بولي او په دې اند دي چې چَټ جي پې ټي (ChatGPT) مثلا ځیني اسیايي ژبې د لیکلو خپل ځانګړی سیستم لري (لکه چینايي او جاپاني) او ممکن ددې، او دې ته ورته ژبو لپاره ګټور نه وي.
چَټ جي پې ټي (ChatGPT) ازموینو ته څه ګټه/زیان لري؟
ازموینې او ارزونې هم د لوړو زده کړو د کیفیت«څرنګوالي» مهمه برخه جوړوي. صرف دا مهمه نه ده، چې د لوړو زده کړو په مرکزونو کې څومره عالي تدریس او زده کړه محصلینو ته ورکول کېږي، بلکې دا هم مهمه ده چې د ارزونې کومه ګټوره لاره شته تر څو تدریس او زده کړه په اغېزمنه توګه و ارزوي؟ چَټ جي پې ټي (ChatGPT) د لوړو زده کړو د ارزونو پروسې ته هم د پوهنتونونو د استادانو هیلې او اندېښنې دواړه راپارولي. ځینې استادان دې ته لېواله دي چې د ټیکنالوژي په برخه کې هر څومره پرمختګ لوړو زده کړو او پوهنتونونو ته سوکالي راوړي. د دوئ باور دا دی، چې خپله ټیکنالوژي ننګونه نه ده، بلکي ننګونه دا ده چې انسانان ټیکنالوژي څنګه کاروي؟ څه ډول یې تجربه کوي؟ او د ټیکنالوژي په وړاندې د انسانانو غبرګون څه دی؟ خو ځینې بیا اندېښمن دي چې چَټ جي پې ټي (ChatGPT) کولای شي، چې په پوهنتونونو کې ارزونو ته یو خنډ واقع شي. چَټ جي پې ټي (ChatGPT) کولای شي چې د حقوقو او سیاسي علومو، طب، اقتصاد، ادبیاتو او نورو ټولنیزو علومو د امتحان پوښتنو ته بېخي دقیق ځوابونه ووايي چې ممکن د محصلینو له خوا ناسمه استفاده ترې وشي. ځینې استادان دا اټکل کوي چې ممکن ځیني پوهنتونونه د ټیکنالوژي پرمټ او انلاین ارزونه پای ته ورسوي، او ممکن بېرته د قلم-کاغذ فارمټ د ارزونو پخوانی ماډل رامنځ ته کړي تر څو د چَټ جي پې ټي (ChatGPT) په مرسته د تر لاسه کېدونکو ځوابونو مخنیوی وشي. دا به ددې سبب شي چې ممکن ځینې پوهنتونونه خپلو محصلینو ته ددې سپارښتنه وکړي، چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ کارېدونکي سافټوېرونه و نه کاروي تر څو په ازموینو کې د پلیجیریزم مخنیوی پکې وشي. اندېښنه بیا دا هم ده چې ددې مخنیوی ځکه حل لاره نه ده، چې ددې زمانې محصلین اړتیا لري چې په مصنوعي ځیرکتیا سمبالو وسایلو سره باید بلد و اوسي، او په راتلونکي کې ممکن رقابت پر دې وي چې له یادو وسایلو سره ښه بلدیت له محصلینو سره مرسته وکړي چې په مارکيټ کې کار پیدا کړي. یانې دا ممکن په راتلونکي کې د یوه مهارت په توګه وګڼل شي،که څوک په مصنوعي ځيرکتیا سمبالو ماشینونو سره بلدیت ولري، ښایې کاري لومړیتوب ورکړل شي. ځکه نو؛ پوهنتونونه اړتیا لري چې خپل محصلین په ټولو هغو مهارتونو وروزي، چې د بازار مارکیټ اړتیا ورته لري. حتی اړتیا پیدا کېږي چې پوهنتونونه خپلو محصلینو ته دا وروښيي چې پر مصنوعي ځیرکتیا سمبال ماشینونه او سیستمونه څنګه د اخلاقي اصولو په رڼا کې وکاروي؟
څېړنو ته د چَټ جي پې ټي (ChatGPT) ګټه/تاوان څه دی؟
څېړونکو هم د لوړو زده کړو په برخه کې د څېړنو اړوند د چَټ جي پې ټي (ChatGPT)د کارولو سپارښتنې او اندېښنې شریکې کړي دي. څېړونکي دې ته لېوال دي، چې د چَټ جي پې ټي (ChatGPT) په مرسته به وکولای شي چې په لنډ وخت کې د یوې موضوع اړوند معلومات را پیدا کړي، تېرو څېړنو ته کتنه وکړي، او د څېړنو او مقالو لنډیزونه ورباندې پیدا کړي. ددې تر څنګ، چَټ جي پې ټي (ChatGPT) ممکن د علمي مقالو د بیاکتنې په پروسه کې ګټور وي او ممکن ځینې ژورنالونه ترې د ریویو په پروسه کې استفاده وکړي. دا به ددې سبب شي چې د علمي مقالو د خپرېدو پروسه چټکه شي او ممکن یوه علمي مقاله، چې اوس میاشتې او حتی کال وخت نیسي، په ډېر لنډ وخت کې خپره شي. اندېښنه بیا دا ده چې د چَټ جي پې ټي (ChatGPT) په مرسته پیدا کېدونکي معلومات او لنډیزونه به د څېړنو کیفیت ته زیان اړوونکي وي او دا په اوږد مهال کې ممکن د څېړنو کیفیت را کم کړي. څېړونکي ددې سپارښتنه کوي چې لومړی دي د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ کېدونکو څېړنو اړوند څېړنیز او اخلاقي اصول رامنځته شي، بیا دې څېړونکو ته د چَټ جي پې ټي (ChatGPT) د سمې او اصولي کارونې زده کړه ورکړل شي تر څو په هغو برخو کې له داسې سیستمونو او ماشینونو ګټه واخیستله شي چې اړتیا یې وي، تر څو څېړونکي وکولای شي، چې پر رښتینو معلوماتو ولاړې څېړنې او حقایق خلکو ته وړاندې کړي.
په پایله کې دا ویلای شو چې چَټ جي پې ټي (ChatGPT) لوړو زده کړو ته هم فرصت کېدای شي او هم ګواښ. دا د چَټ جي پې ټي (ChatGPT) په کاروونکو استادانو او محصلینو پورې اړه لري چې دوئ له چَټ جي پې ټي (ChatGPT) څخه په تدریس، زده کړه، ارزونه او څېړنه کې څنګه استفاده کوي؟ د زمانې د یوې اړتیا په توګه باید له چَټ جي پې ټي (ChatGPT) نه د هغو اخلاقي اصولو په رڼا کې استفاده وشي، چې رښتینو معلوماتو، ساینس، تدریس، زده کړو، ارزونو او څېړنو ته زیان رسوونکي نه وي.