جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپوتین خپلو دیپلوماتیکو دوکتورینو ته؛ افغانستان په لومړیتوبونو کې شامل کړئ

پوتین خپلو دیپلوماتیکو دوکتورینو ته؛ افغانستان په لومړیتوبونو کې شامل کړئ

تاند:( یکشنبه، د حمل ۱۳ )   د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بهرنۍ تګلارې په برخه کې د دغه هېواد د نوې کړنلارې فرمان لاسلیک کړ چې د افغانستان په اړه د مسکو تګلاره هم پکې شامله ده.

د دغه سند په ۷۴ مادو کې د «یوروشیا» په برخه کې راغلي دي: روسیه هڅه کوي چې یوروشیا د سولې، ثبات، متقابل اعتماد، پرمختګ او سوکالۍ په یوه واحد براعظمګي ځای بدل کړي.

په سند کې دا هم ویل شوي چې دې موخې ته د رسیدو لپاره د اړتیاوو په منځ کې “په افغانستان کې هراړخیز جوړجاړی، د یوه خپلواک، سوله ییز او بې طرفه هیواد په توګه د یوه باثباته اقتصاد او سیاسي نظام په لرلو سره د افغانستان په جوړولو کې مرسته کول دي چې هلته میشتو ټولو توکمونو ته ګټه رسیږي. “

د پوتین په لاسلیک دغه سند کې راغلي، چې د روسیې دیپلوماتیک دوکتورین دې د یوریشیا په فضا کې د افغانستان د شاملیدو په اړه څېړنې په خپلو لومړیتوبونو کې راولي.

د سند په دوام کې دا هم ویل شوي: روسیه د څو قطبي نړۍ له واقعیتونو سره د نړیوال نظم د تطابق د اسانتیا په موخه غواړي په نړیوالو چارو کې د امریکا او نورو نا دوستو هېوادونو د واکمنۍ پاتې شوني له منځه یوسي او د هر یو د نوي استعمار او استبدادي ارمانونو د پریښودو لپاره شرایط رامنځته کړي.

پوتین تر دې مخکې ټینګار کړی و چې د افغانستان له ټولو توکمونو څخه د یوه ټول شموله حکومت جوړول د روسیې او د سیمې د هېوادونو لومړیتوب دی.

افغان شنونکي بیا پر واکمن رژیم او مخالفو سیاستوالو یې نیوکه لري، چې دوی د افغانستان لپاره کوم لیدلوری نه لري، ځکه بهرنیان هر یو د خپلو نیابتي جګړو او ستراتیژیکو موخو لپاره دغه هېواد ته د نفوذي حوزې په سترګه یې ویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...