شنبه, سپتمبر 7, 2024
Homeخبرونهد بودیجې نشتوالی؛ افغان بېوزلانو سره د نړیوالو مرستو د قطع کیدو...

د بودیجې نشتوالی؛ افغان بېوزلانو سره د نړیوالو مرستو د قطع کیدو اندیښنه ښودل شوې

تاند:( یکشنبه، د حمل ۱۳ )   په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر هیو وی لی په افغانستان کې پر اړمنو کسانو د بشري مرستو د وېش لپاره د اړتیا وړ بودیجې پر برابرولو ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې که دغه مرسته ونه‎شي، د افغانستان د ۹ میلیونو بې وزلو خلکو لپاره د خوراکي توکیو د برابرولو پروګرام به ودریږي.

نوموړی زیاتوي، چې دغه سازمان په اپریل میاشت کې ۹۳ میلیونه او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې ۱۳ میلیونه اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو بستې وویشي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازی زیاتوي، چې په افغانستان کې د لوږې ناورین په پراخه اندازه د کورونو دروازې ټکوي او تر هغه چې بشري مرستې ورنه کړل شي، سلګونه زره افغانان به د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، سږ کال به ۲۸.۳ میلیونه خلک (د افغانستان د نفوس دوه پر درې برخه) د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري، ځکه چې دا هېواد په پرله پسې درېیم کال کې له وچکالۍ او دویم کال د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د یوه تازه راپور له مخې، په افغانستان کې تر ۲۰۲۳ کال پورې ۱۷ میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي، چې په دې کې شپږ میلیونه هغه کسان هم شامل دي چې د خوړو د خوندیتوب په بیړنۍ کچه کې دي او له قحطۍ څخه یو ګام لیرې دي.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

له افغانستان سره د مرستو کمیدو یو اصلي دلیل د دوی د رژیم پرله پسې افراطي پریکړې، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو او کار دروازو تړل ښودل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب