Homeخبرونهمالیې وزارت: که بودیجه توشیح هم نه شي، له اختر مخکې معاشونه...

مالیې وزارت: که بودیجه توشیح هم نه شي، له اختر مخکې معاشونه ورکوو

تاند:( یکشنبه، د حمل ۱۳ ) د طالبانو د مالیې وزارت وایي، چې د بودیجې د نه توشیح کیدو له احتمال سره به بیا هم له کوچني اختر مخکې د روژې او اختر په درناوي دولتي کارکوونکو ته معاشونه ورکړي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې نه دي ویلي، وچې د بودیجې توشیح ولې ځنډیدلې او ستونزه چېرته ده؟

دا په داسې حال کې ده، چې یوه لویه برخه دولتي کارکوونکي، په ځانګړي ډول له جمهوري نظام څخه پاتې هغوی یې د بودیجې د نه توشیح له امله اندیښمن دي او وايي نه پوهیږي چې د نوي کال په تشکیلاتو کې به یې دندې خوندي وي کنه؟

په وروستیو کې د طالبانو د مالیې وزارت او د دوی د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله ترمنځ د اختلافاتو خبرونه ورکړل شوي.

ملا هبت الله له همدغو خبرونو سره هم مهاله، د ده د مالیې وزیر ملا هدایت الله بدري له دغه وزارت څخه د افغانستان بانک مشرۍ ته تبدیل کړ.

مالیې وزارت ته طالبانو تراوسه بل وزیر نه دی ور پېژندلی.

د طالبانو یو شمېر منتقدانو تور لګولی، چې ملا هبت الله د مالیې وزارت په ۶۰ میلیارده افغانیو ځانته په کندهار کې ۴۰ زره کسیز قومي لښکر جوړ کړی، خو طالب ویاندیانو په ماليې وزارت کې د دوی د خپلمنځیو ناندریو ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. شیخ صاحب خدای تعالی ته به د قیامت په ورز سه جواب وایی! کله چی و پوشتل سی ایا کار دی اهل کار ته سپارلی وو؟ شیخ دلاور او د کانونو وزارت دیر لیری خبره ده! شیخ بدری او مالیه وزارت! شیخ ندیم او تحصیلات عالی! ایا شیخ ندیم د جهان د ۱۰ هیوادو تحصیلی نظام او مدولونو کی معلومات لری؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...