پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهطالبان: له کانونو مو څه باندې ۱۷ میلیارده افغانۍ را ټول کړي

طالبان: له کانونو مو څه باندې ۱۷ میلیارده افغانۍ را ټول کړي

تاند:( یکشنبه، د حمل ۱۳ ) د کانونو او پترولېم وزارت لپاره د طالبانو واکمنان وایي، چې د ۱۴۰۱ مالي کال پر مهال یې له افغان کانونو او اړوندو سرچینو، ۱۷ میلیارډه او ۴۸۷ میلیونه او ۴۳۹ زره او ۰۵۰ افغانۍ راټول شوي، چې د تېر کال پرتله،۵۸۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

د دغه وزارت لپاره د طالبانو د رژیم مرستیال شېخ ضیا الرحمان اریوبي په خبره، وروستي یوه کال کې په۲۵ ولایتونو کې ۴۹۳ معدني ساحې او ۹۱۳۲.۵ کیلومتر مربع معدني مواد سروې شوي،۶۳ جیولوجیکي نقشې ترتیب شوي،   د منرالونو ۹۰۰ نمونې اخیستل شوي او ۱۵۴۶ لابراتواري تجزیې تر سره شوي دي.

شېخ اریوبي زیاتوي،د تېر کال پر مهال د کابل، غزني، بغلان، ننگرهار، پروان، خوست، لوگر، میدان وردګ، فاریاب، کندهار، پکتیا، هرات، ارزگان او هلمند ولایتونو د مرمرو، خامو ګچو، تراورتینو، فلورایټو، مالګې، سرپو او جستو، کلسیتو، نفرایتو او کرومایتو له ۷۰ تر ۸۰ سلنه کوچني کانونه، داوطلبۍ ته وړاندې شوي دي.

د طالب واکمنانو د معلوماتو پر بنسټ،په ۱۴۰۱ مالي کال کې بهر ته د ۵۸۴۴۷۰ کیلوګرامه قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د صادرولو له لارې، ۱۲۲ میلیونه او ۵۹۹ زره او ۴۸۵ افغانۍ ، ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر منتقدانی یې طالبان د افغان کانونو پر برخلیک په لوبو کولو تورنوي او وایي د دوی غیر مسلکي ملایان، چې د کانونو په اړه نه پوهیږي پر کانونو یې بولي لګولې ده.

تازه د کندهار لپاره د طالبانو واکمنانو ویلي، چې ځينو خصوصي شرکتونو ته یې د سړکونو جوړولو په بدل کې د کانونو د استخراج تړونونه ورکړي.

د طالبانو نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله د معتادینو د درملنې لپاره د یوه کان د عوایدو د ځانګړي کولو امر کړی، چې دا ډول پریکړې یې شنونکي د کانونو پر وړاندې بې مسوولیتي او د فساد زمینه سازي بولي.

2 COMMENTS

  1. شیخ صاحب خدای تعالی ته به د قیامت په ورز سه جواب وایی! کله چی و پوشتل سی ایا کار دی اهل کار ته سپارلی وو؟ شیخ دلاور او د کانونو وزارت دیر لیری خبره ده! شیخ بدری او مالیه وزارت! شیخ ندیم او تحصیلات عالی! ایا شیخ ندیم د جهان د ۱۰ هیوادو تحصیلی نظام او مدولونو کی معلومات لری؟

  2. کار او امانات اهل ته یی نه سپارل د الهی امر خلاف کار دی او دی ته قران فسق ویلی او په معصیت
    کی اطاعت نشته ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب