جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د جهاني ښایسته: بدرنګه ده او زړه؟

د جهاني ښایسته: بدرنګه ده او زړه؟

په دې کي شک نسته چي جهاني صاحب زموږ ادبياتو ته چي زموږ د لیکلي تاريخ برخه ده، مخلصانه او زيات خدمت کړی دی. جهاني صاحب لیکلي: “دا وطن د ټولو کور دی” او زه د دې وطن د یوه وګړي په حیث ، د خداي تر کوره دجهاني ددې خبرې قدر کوم.
  خو د طالبانو رهبرانوته دجهاني صاحب لیک مي ولوست.
د طالبانو رهبرانو ته د “مشرانو” خطاب کول مي پر جهاني صاحب پیرزو نه سول.
 
هغوي د جهاني صاحب مشران نه دي: نه په عمر، نه په علم، نه په وطني لهجه او نه وطن ته په خدمت!
د طالبانو مشران اکثر نا معلوم او مجهول الهویت دي.
ملا هیب الله څوک دی؟
د اکا زوی یې څوک دی؟
د کوم کلي دی؟
تربور یې څوک دی؟
ښځه یې څوک ده؟
خُسرګنۍ یې څوک دي؟
په قوم څوک دی؟
دکوم ولایت دی؟
چا یې مخ لیدلی؟
یا مثلاُ، حقانیان څوک دي؟
د خوست خلک یې پېژني؟
 
زما د پلار یو نږدې ملګری د نجیب د حکومت یو لوړ رتبه چارواکی، ځدراڼ او د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ و.
هغه د حقانیانو کیسه کوله ، له رسمیاتو پرته او په وطني دلیل چې یو وخت به له پاکستان څخه خلک خوست ته د دروېزې لپاره ورتلل.
دې خلکو به دریا (دایره/چمبه) وهله او په کلیو به ګرځېدل.
کاکا (نوم یې د شخصي امنیت لپاره نه اخلم) ویل چې هغو خلکو ته به په خوست کې مسلي/مثلي ویل کېدل.
کاکا ویل چې د حقانیانو پلار مسلی و.
کاکا ویل چې حقانیان په خټه ځدراڼ نه دي.
هغه مسلیان/مثلیان دي چې د جهاد په کلونو کې چې اداره او تنظیم یې په پاکستان کې کېدل، اقتدار ته ورسېد او په خوست کې میشت سول .
حقانیان په ځدراڼو کې تربرونه نه لري.
حقانیان په ځدراڼو کې کلی نه لري.
په دې خبره ډېر خوستیان او ډېر ځدراڼ ښه خبر دي.
 
د حقانیانو تخلص (حقاني) دپاکستان له حقانیه مدرسې اخیستل سوی دی.
 
 
داسي خلکو ته د “قدرمن” خطاب کول د جهاني صاحب له خپل علم او خدمت سره ظلم دی، څلوېښت مليونه مظلوم افغانان او د جګړې قربانیان، برباد افغانستان او د وروستيو ٣٠ کلونو وحشت نه حسابوم چي د طالبانو رهبران يي مسول دي. د جهاني صاحب دا خبره چي طالبان ټول پښتانه دي ، زما له نظره داسي ظالمانه قضاوت دی چي زه یی د ټولو پښتنو له قرباني سره ظلم ګڼم: د پتيال، د پروېز، د داعي، د مينه پال، د سباوون او د زرګونه نورو …
جهاني صاحب د کندهار دی.
څو کاله کېږي چې په رسنیو کې کندهار ته د طالبانو ځانګو یا د طالبانو د حرکت ځاله ویل کېږي. خو زه لا هم نه یم پوهېدلې چي ولي؟
ایا ملا هیبت الله د کندهار دی؟ د کندهار په کومه ولسوالۍ کې یې تذکره اخیستې ده؟
ایا ملا محمد عمر د کندهار و؟ د کندهار له کومې ولسوالۍ یې تذکره اخیستې ده؟
د جهاني صاحب له لیکه داسې انګېرم چې هغه قضاوت ښايي زموږ د داسي لیکونو او خبرو نتیجه وه.
موږ لا هم په سر نه ده خوړلې؟
 
اوس د ټولو پښتنو وطن د طالبانو ځانګو معرفي کوو؟  بالکل ، د طالبانو په “سياهي لشکر” کي ډېر پښتانه دي.
خو ایا هغوي هم ، اکثر د جګړې د وحشت قربانیان نه دي ؟
پینځوس کاله کېږي چې د پښتنو زامن له کورونو ایستل کېږي، مړي او ژوندي یې ورکیږي، دریابونه او ویالې یې په مړو ډک سول، په هدیرو کې ځاي نسته، بمباردونه ورباندي کېږي او چاپې ورباندې لوېږي، مکتبونه یې تړلي دي.
ایا د زرګونو کونډو میندو زامن چې د جهاني صاحب خپل حکومت یې ناره نه اورېده او له لوږې یې د پاکستان مدرسې ته استولی ول، طالب سوی ول او وسله یې اخیستې وه د جګړې قرباني نه دی؟
ایا د قرباني ملامتول ظلم نه دی؟
جهاني صاحب لیکلي چې طالبانو په موټر سایکل وګټله خو ایا په افغانستان کي واقعاً چا په موټر سایکل ګټلې؟ ایا د پاکستان مدرسې يي ثبوت نه دی؟
زموږ قتل سوي باسواده ځوانان يي ثبوت نه دی؟
ولي هیروو چي د طالبانو رهبران څوک دي؟
ایا بې نظير بوټو چي اکثر پاکستاني سیاستوال يې د طالبانو مور ګني د جهاني صاحب له یاده وتلې؟
طالبانوته دجهاني صاحب لیک دا څو ورځي مجبوره کړې یم چي بیا- بيا پر بې نظير بوټو او نصیرالله بابر فکر وکړم اوبیانونه يي له سره واورم.
ایا د بې نظیر بوټو خبرې یې نه دي‌ اروېدلې چې ولي یې طالبان جوړول؟
ایا جهاني صاحب د طالبانو پلار نه پېژني؟
ایا تقي عثماني یې نه دی اروېدلی؟ جهاني صاحب به پخوا لیکل: ای کندهاره د زمرو وطنه زما د سرکشو پښتنو وطنه وخت يي دی چي وليکي: زما د مظلومو پښتنو وطنه ښايي پښتانه د دنیا هغه مظلوم قوم دی چي غالباً د دفاع څوک نلري.
پښتون په وروستیو درې سوو کلونو کې د افغانستان لپاره ځان ورکړی.
له وزیر محمد اکبر خانه تر الیاس داعي خو پښتون به پور ورکوي؟
پښتون د دې وطن ویاړلي خلک دي.
اقبال لاهوري د افغانستان په اړه لیکلي:
از قرار او قرار اسیاست
د هغه پر وزن لیکم:
از قرار پښتون قرار افغانستان است!
حد اقل وروستیو پینځوسو کلونوته وګورئ.
که هلمند سوځېدل او پر زابل اور بل و، هیڅ په کرار نه ول.
د جهاني صاحب په شعر کې به پخوا ما افغانستان لید او ځان به مي لید.
 
زه یې په دې لیک خوابدې یم ځکه جهاني‌صاحب او افغانستان جلا – جلا راته پکښې معلومېږي.
خوا بدي یم چې ځان نه پکښې وینم.
او خوا بدي پردې یم چې اوس به زه د جهاني د “ښايستې” خبرې څنګه اورم؟
اوس فکر کوم چې ښایسته ښايي همداسې بدرنګه وه لکه د جهاني صاحب د لیک محتوا!
 اوس فکر کوم چي ممکن “ښایسته” د جهاني صاحب د خوش خیالي محصول وه.
 جهاني صاحب دي ښایستې ته یو وار بیا وګوري.
جهاني صاحب ، موږ مسول نه یوو چې ستاسو ښايسته زړه او بدرنګه ده.

4 COMMENTS

  1. خو له دی ټولو سره سره یوه خبره یی یوه خبره ریښتیا ده چی ویلی یی دي: دطالب له لاسه پښتون تبا او وشرمید آینده کی دطالب نوم پښتنو ته لوی پیغور پاتی شو

  2. اغلي فرشته جلالزی بي بي
    ساتاسو ليکنه بيسااري ځانګړتيا لري چي په هغي کي موټول هونري ، ادبي، خواخوږي، رښتينولي اومنطقي مخاتبه توب بي له د چي څوک خوابدی کړي را نغښتي دي.
    روغه او غښتلي اوسي

  3. نه په خدای ته هغه پښتنه یې د چا چه ته ترجمانی کړی او نه د جهانی دومره جهانی.
    تاسو د حجاب په نوم څه پیژنۍ؟؟؟؟
    تاسو او خدای چه کله مو مراعت کړۍ دۍ؟؟؟
    په یوروپ کی د ښځه لوڅ لنګی نګرځی؟؟؟؟
    تا هغی ته کله وریاد کړی ده چه ګوره ښځې مرګ هم شته حجاب ښه دۍ؟؟
    حیبت الله چه هر څوک دۍ مسلمان دۍ او که حقانیان هر څوک وی مسلمانان دی.
    د کم اصله پښتنې نه مثلۍ ښه ده

  4. دجهانې اوس بیړه ده او عجله
    بدرنګه مقاله یې ده شخصی ګیله
    زًړه سندره واېې په حېله او بهانه
    داکیسه زړه شوې نوره مه کوه زمزمه
    فرشتې جانې کړې ښکلی کیسه
    له مجهول څخه کله جوړیږې اداره
    مثلی او قابیلی دواړه پروزن برابر دی
    بدرنګه دجهانی ده ناپسنده نا دیده
    جهانی محلی شو ی دخېټې اپلتې ولې
    جهانی څه ډول شو نا ببره تعلېم ېافته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب