پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د تبیان مرکز او د خپل والي په ترور کې...

طالبان وايي، د تبیان مرکز او د خپل والي په ترور کې لاس لرونکی یې نیولی

تاند (یکشنبه، د حمل ۱۳ مه) د طالبانو حکومت ادعا کوي چې هغه کس یې نیولی دی چې په مزارشریف کې یې د دوی د والي داوود مزمل په ترور او د تبیان مرکز په انتحاري حملې کې لاس درلود.

د طالبانو د استخباراتو ادارې په یوه خپره کړې ویدیو کې هغه کس ښودلی چې دوی ادعا کوي د داعش غړی دی او په وروستیو حملو کې یې لاس درلود.

د دې ویدیو پر اساس، نیول شوی کس ځان عین الدین معرفي کوي او وايي چې شاوخوا دوه نیم کاله پخوا له داعش سره یوځای شوی و.

نوموړی د طالبانو د بلح د والي، د تبیان مرکز، د ایبک دیني مدرسې او د مزارشریف د سې دوکان د جومات په شمول په هغو تروریستي بریدونو کې، چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته شوي، لاس لرل تاییدوي.

ده همداراز په خپل اعتراف کې ویلي چې په تبیان کلتوري مرکز کې له چاودنې وروسته یې په مزارشریف او فاریاب کې د حملو لپاره څو څایونه په نخښه کړي وو خو ونیول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب