تاند: ( یک شنبه ، د حمل ۱۳ مه) د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د یوه کارکوونکي له لوري د یوه ټکسي چلوونکي د وهلو رسنیزې شوې ويډيو ته په پراخه کچه توند غبرګونونه ښودل شوي.
په دې اړه خپره شوې ويډيو څرګندوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت يو کارکوونکی يو ټکسي چلوونکی له امله ودروي او په څپېړه وهي، چې ولې ېې يو ماشوم او د هغه مور په موټر کې کینولي دي.
سياسي فعال وصیل پیروز د دغه ویډیو له خپرولو سره لیکلي:« ښه یې ویني چې هغې ښځې سره کوچنی ماشوم دی؛ هغه ښځه تر ده او ډرېور دواړو مشره ښکاري. خو دا چې طالب مور او خور ته هم یوازې د هوس په سترګه ګوري، هر څه کې ورته سکس ښکاري. دوی کورنیو کې نه، مدرسو کې راستر شوي او ښځه ورته یوازې جنسي نانځکه ښکاري. تو لانت په دې اخلاقو او دیانت!!»
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي، چې دغه کارکوونکی یې احضار شوی او د قانون منګولو ته سپارل شوی.
ژورنالیست زیار خان ياد نوموړي ته لیکلي:« زندان انځور یې رسنیز کړئ،څو ملت ته مالومه شي چې پر دغه ناوړه عمل مرتکب طالب رښتیا هم نیول شوی؟تاسو د ټولنیزو رسنیو د جعلي اکاونټونو په تور عام افغانان زنداني کړي، بیا مو ترې ویډیوګانې کړي او رسنیزې کړي مو دي.تر هغې چې د دغه طالب د جرم د اعتراف ویډیو خپره نکړئ باور نه کوو.»
طالبانو مخکې خلکو سره د خپلو نورو داسې کسانو د نیولو خبر هم ورکړی، خو وروسته یې برخليک نه دی معلوم شوی.
شهاب
یوه پوښتنه
زه یو عادی سړی یم یا هم فکر وکړئ چې د طالبانو یو لوی چارواکی یم خو تک تنها په خپل موټر کې چې رینجر یا ډاډسن نه ده له خپلې ښځي سره را سپور یم. او هغه ډاکټر ته راولم. خور نه لرم. مور مې مړه ده، پلار می مر دی، د خسر کور مې په بل ولایت کې دی. زه څوک په موټر کې را سره کښینوم تر څو د امر بالمعروف وزارت له عسکرو په امن شم. هغه چې ما ودروي زه به څنګه هغه ته په اثبات رسوم چې دا مې ښځه ده. ځکه په تذکره کې نه دي لیکل شوي، چې دا سړی او دا يي ښځه، بل دا چې ښځه مې تذکره نه لري، کارت هویت نه زه لرم نه مې ښځه، نکاح خط هم له لویه سره نه لرو. ځکه ښځو ته تذکرې اخیستل، نکاح جوړول، یا بل سند جوړول له لویه سره په افغانستان کې شوني نه دي. بل که له چا سره خور، مور، ترور او یا هم خواښي په موټر کې سپره وي. په سړک ولاړ طالب ته به کوم سند وړاندې کوي چې دا مي خور، یا مور یا هم…. ده.
د طالبانو مشران زما او هیواد والو د دغې ستونزې ته د حل لاره خپل عسکر ته ورښودلي او کنه. حل لاره يي شته او که بس چې زړه دي شو هغه وهه او ډبوه. د شرعي نظام چیغې او بغاري وهو خو په چل يي نه پوهیږو. د افغانستان په ټولنه کې له ملا هیبت الله اخند نه رانیولی تر ملا محمد حسن اخند او ملا برادره او همداسې ته یوه وړوکي طالبه پوري همداسې بیا د ټولنې تر ډیری عادي وګړو پوري، څوک دا ثابتوالی شي چې په موټر کې ورسره سپره ښځه يي خپله ده. همداسې څوک دا ثابتولی شي چې په موټر ورسره ښځي يي خور یا مور، یا ترور او یا هم خواښي ده. د خدای روی ته وګورئ، لږ له عقله کار اخیستل لازم دي. له څو لوستو کسانو پرته چې نکاح خطونه به لري نور خو ټول د نکاح خط له نشتون سره مخ دي. مهرباني وکړئ د نکاح خطونو ورکولو بهیر خو پیل کړۍ بیا د شرعي نظام بغارې ووهئ.
دا خبره ډیره اوریدل کیږی چی « نړی نن یو کلی غوندی ده ».
خو
عجیب هیجانی کلی دی، عین زموږ د وطن غوندی کلی دی ( اکثریت اوسیدونکی ئی وږی او مُفلس او ناروغ دی خو فقط یو څو اربابان او فئوډالان او سود خوران په خیټه او تر خیټی لاندی آباد دی ).
ددی کلی ( نننی نړی ) بله حیرانوونکی منظره دا ده:
د متمدن بشر پلاس د قرآن سوځول د بیان او فکر د آزادی یوه ارزښتمنه برخه ده خو د همجنسبازانو د بیرغ سوځول د همجنسبازانو پر حقوقو تیری او تجاوز او د مجازات وړ کړنه ګڼل کیږی.
بله حیرانوونکی منظره ئی دا ده چی:
د هسپانیا په هیواد کی د اهلی حیواناتو سره سِکس قانونی جنبه لری او د فرانسی په هیواد کی د کورنی د ټولو غړو تر منځ جنسی اړیکی او واده کول هیڅ قانونی ممانعت نلری.
اما
د کلی په بل سر ( افغانستان ) کی یوه درنه او سپیڅلی او عفیفه ښځه په یوازی توګه او حتی وړوکی زوی یا لور سره د کور د باندی د تګ اجازه نلری.
نتیجتاً:
داسی ښکاری چی « کلی » د پسرلی او اعتدال د حالت څخه وتلی او فقط لړزوونکی ژمی او سوځوونکی دوبی ئي په برخه دی.
دا اخلاق د مسلمان ندی ، هرطالب هر ځای کې ملیشه وارې سپک عمل کوی ، ملت او انسانی کرامت سره نا اشنا مخلوق دی ؛وهل ، سپکول او وژل د اجرتی ملیشو کار دی ، له انسانیت ، ایمان
او اسلام سره هیڅ تړاو نلری د سپکو بهیمی خواصو غلبه ده پر انسان، او دا غلبه انسان په درنده حیوان بدلوی او ټول فعالیت یی جفن ،سپکول ،وهل او وژلو ته اوړی او په هیڅ صورت اهل د کاړ نه
بلل کیږی دا ډول خلکو ته صلاحیت ورکول د مومن ملت د داړلو معنا لری او لوبې په عزت دملت،
او بی عزت او دون همت ته هر څه سپک ښکاری او ملت ته هم په خپله هنداره کې ګوری ۰
په بلخ کی کوم طالب کوم بیچاره ټکسیوان دوه څپیړی وهلی په دی جنایت او شرمناک عمل یی اخبارونه ډک شول او دا دی تر تاند هم خبرراورسید خو پکتیا – خوست- ننګرهار- لوګر کی سلګونه ځوانان او سپین ګیری پت په پټه قتل شول او لا قتلیږی لږ دهغو خبرونه هم نشر کړی
وحید وروره که ثبوت در سره وی خپاره یی کره چی تر مشرانو ورسیگی. هدف می نومونه یی واخله ادرس یی شریک کره او د ورکیدلو او موندلو تاریخ یی بیان کره
راځۍ سپينه يې سره ووايو دغه د ډار خبري يوي خواته کړو. ستونځه چيري ده?! په اسلام کي ده او که په مسلمان کي? زما په اند په مسلمان او د اسلام څخه په تعبير کي ده، کله چي دا آيت:الرجال قوامون علي النساﺀ( نارينه په ښځو برتري لري) تفسيير کوۍ څه مانا ځني اخلۍ?! دغه برتري څرنګه ده?! خداى ج تشريح نده ورکړي هغه تشريح يوه بنده کړيده او بنده يا انسان بياله اشتباه څخه خالي ندۍ! نو آيا دغه مخکينى تفسيرونه چي 1000 کاله وړاندي ليکل شوي د اوسني وخت ځواب ويلۍ شي?! اوبله داچي دغه مشهورحديث ولې د لاسوهني ښکار او نارينه سالارۍ ته برابر شويدۍ( طلب العلم فريضه علي کل مسلم ) او بل ځاي بيا داسي دۍ( طلب العلم ع فريضه علي کل مسلم ومسلمه ) که ددغي حديث اولينۍ بڼه رښتيا وي نو پيغمبر ص نعوذ بالله متعصب او نارينه سالار وو او که دوهمه بڼه يي رښتيا وي نو چا تحريف کړۍ او ولي?! او بله هغه د پيغمبر ص د غرانيق کيسه ولي پټه شويده?! چي پيغمبرص هم دشيطان په لاس د سهوه شوۍ وو. نو طالبان د اسلام اصلي ګمراهان دي او اولس بيا ډارن او بي زړه دۍ، فتواوي د مکان، وخت، تکنالوژى او رواجونو په بنسټ تغير مومي، د اوسنيو طالبانو برداشت د ښځي اړوند يوازي د شهوت ارضا او دغلامۍ او وينځو سوچ دۍ، غنيمت، غلامۍ او وينځى اوس نشته او نه ځاي لري، وخت يى تير او هغه ټولنيز حالت ورک دۍ، نو اصله خبره دا ده چي بايد دطالبي دين بڼه بايد د قرآن په رڼاکي نقد شي او دغه طالبې سوچ او انګيرنه له اسلام ځخه اسلامي نده او دطالب دين يو پروژه اي دين دۍ چي داستخباراتو او استعماري ځواکونولخوا ديکته شويدۍ. بيلتانه ښي چارى را وکړي….. ځان يي ملا کړو زه غل د کلي کړمه.