یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههلمند: د طالبانو د جګړو له امله تړل شوي ۷۵ ښوونځي بیرته...

هلمند: د طالبانو د جګړو له امله تړل شوي ۷۵ ښوونځي بیرته پرانیستل شول

تاند:( دوشنبه، د حمل ۱۴ ) د هلمند لپاره د طالبانو د رژیم د پوهنې رياست وایي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د دغه ولایت ۷۵ ښوونځي بیرته فعال شوي دي.

 ځایي چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي چې په هلمند کې د عصري علومو د زده کړو د مرکزونو تر څنګ ۱۷۰۰ مدرسې هم شته.

 طالب رژیم د هلمند د ۷۵ ښوونځیو د تړل شویو ښوونځیو د بیا پرانیستې خبره په داسې مهال کوي، چې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال نیږدې ټول تړل شوي ښوونځي د طالب وسله والو د نفوذ لاندې سیمو اړوند وو.

پرزول شوي جمهوري نظام طالبان تورنول، چې د زده کړو خنډ دي، خو طالبانو په ښکاره دا ادعاوې ردولې.

اوس پر طالبانو له دې امله نیوکې کیږي، چې د څو میلیونه نجونو پر وړاندې یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب