یو څوک باید ولرې چې؛
پرته د څه ویلو دې د زړه له حاله خبر او د ژوند په راز پوه و همراز اوسي.
یو څوک باید ولرې چې؛
سهار له خوبه کله وېښ/ وېښه شي، میسج یې راغلی وي؛ لا ویده یې؟ پاڅه سهار شوی، سهار دې نېکمرغه. او د شپې د ویدېدلو مخکې درته ووایي: سترګې دې ښکلوم، ښه شپه ولري، خواږه خوبونه، خو ګوره چې بغیر له ما دې بل څوک په خوب رانشي، ګني وژنم دې!!
هو داسې یو څوک د دې ویلو چې؛
درته ووایي: څه دې خوړلي دي که لا نهاره یې؟ کار ته خو ځې، چې ډېر ځان ذهېر نه کړي !
تۀ چې چیرته هم یې، زما روح او ځان درسره تړلی دی، په ځان پام کوه، په رب مې سپارلی یې!!
داسې یو څوک چې؛
په هره ترخه لحظه کې دې په شونډو د خندا سبب شي او د ماتېدو په حالت کې په یادولو دې د امید سبب شي.
یو څوک باید ولرې چې؛
پښې ښویېدو ته دې پرینږدي، د لویېدو پر محال لاس درکړي او کله چې له نړۍ ستړی/ستړې شي ورته تکیه شې، پرته له پوښتلو او څه ویلو درته خاموشانه خپله اوږه درکړي، تر څو ته پرې سر کېږدي او ښې ډېري اوښکې توی کړي.
مثلاً داسې یو څوک چې؛
کله د درېځ سر ته پورته کېږي، سترګې ورواړوې، هغه درته د سر په اشاره ووایي، ورځه، ته یې کولای شي، زه درسره یم. د وینا پر مهال لایک ګوته درته پورته کړي، همت درکړي، ودې نازوي، لاسونه درته وپړقوي، شپېلاق درته ووهي او تشویق دې کړي.
مثلاً داسې څوک؛
چې په خاصو ورځو کې دې په یاد ولري؛ د “ښځو په نړیوالي ورځ ” دې بهر ډوډۍ ته بوځي. د “میېنانو په ورځ ” درته یو سور ګل درکړي. د واده وړاندیز درته په ځانګړې ورځ و انداز درکړي، چې نه هېرېدونکي خاطره دې شي. د زوکړې/ واده کالېزي پر ورځ دې هېجان کړي.
مثلاً داسې یو څوک چې؛
ستا په ذوق پوه او ترې خبر اوسي، سبزې، مېوه، خواړو کې کوم خواړه دې خوښ دي، تېز، توند، خواږه تراخه او که…
کوم رنګ دې خوښ دی، کوم ځایونه دې خوښ دي، کوم ډول میوزک/فلم دې خوښ دی او څه سره حساسیت و څه سره مینه لري.
خلاصه مثلاً داسې څوک لرل چې؛
ته خبر/خبره نه وې د اختر جامې یې درته کړې وي، جېب خرچې درته د بالښت لاندې ږدي او لوی اختر ته درته پسه واخلي، چې ستا لپاره ذبح کوم.
نو…
که داسې یو څوک، څوک نه لرئ! تاسو پخپله داسې یو داسې څوک شئ د یو چا لپاره!!
په وړو وړو هېجاناتو یې زړه وګټئ او روح مو ارام کړئ!!!
ژوند دومره هم بې سکونه او بدرنګ نه دی، ښکلی کولای یې شئ، البته که تاسو وغواړئ !!!