یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا خیرخواه: نورو ارګانونو سره مو د خبریالانو د نه نیول کیدو...

ملا خیرخواه: نورو ارګانونو سره مو د خبریالانو د نه نیول کیدو توافق کړی

تاند:( دوشنبه، د حمل ۱۴ )  د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خواه د دغه وزارت د طالب چارواکو د مشرتابه غونډه کې ویلي، چې د رژیم نورو ارګانونو یې ورسره د خبریالانو د نه نیولو او احضارولو توافق کړی دی.

نوموړي ویلي:(( بل هیڅ ارګان ته حق نه دی ورکول شوی، چې د یاد وزارت او د رسنیزو تخطیو کمېسیون په جریان کې اچولو پرته دې د هیواد په مطبوعاتي چارو کې مستقیمًا مداخله وکړي.))

 د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوی له بیا واکمنیدو سره بیا- بیا د خبریالانو پر وړاندې د نورو ارګانونو د نه مداخلې ژمنه کړې، خو وروسته لیدل شوي چې د طالبانو د استخباراتو اداره او امر بالمعروف خبریالان په مستقیم ډول احضار کړي، ګواښلي او د کارونو پر وړاندې یې خنډ شوي دي.

د خبریالانو د حقونو نړیوال بنسټونه وایي، چې د طالبانو له لاسه سلګونه رسنۍ تړل شوي او زرګونه خبریالان د هېواد پریښودو ته اړ شوي دي.

1 COMMENT

  1. ملا خیر الله ته دی وویل شی چی دا روان قتلونه تنها ته یا ستاسې ارګانونه نه کوی ورشه په کلیو او ولایاتو کی وګوره د حورو هغه شوقیان دی چې دا شل کاله سړی وژنی ته روزلی او په وینو تویولو دی عادت کړی، هغوی په خپل سر خلک له کورونو راباسی او یوه دوه ورځی بعد یی مړی یو بل ځای موندل کیږی بیا دی ارګانونه وایی چی موږ خبر نه یو نور ارګانونه دی وایی قضیه به تعقیب کړو په دی کی نیم مخلوق تبا شو. راشه پکتیاته ، ننګرهار ته راشه کندرهار ته ورشه، له خلکو پوښتنه وکړه چی خبر شی. د ځوانیمرګو ځوانانو شمیر ندی معلوم . دا خو آخرت کی ځواب غواړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب