یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتاجیکستان کې طالبانو ته د افغان سفارت د ژر سپارل کیدو اوازې...

تاجیکستان کې طالبانو ته د افغان سفارت د ژر سپارل کیدو اوازې دي

تاند:( دوشنبه، د حمل ۱۴ ) خبري سرچینې وایي، چې تاجیکستان ژر په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت د طالبانو رژیم ته په واک کې ورکوي.

ویل شوي، چې طالبانو لا له وړاندې د عبدالرحمن عطایي په نوم یو کس د دغه افغان سفارت لپاره سرپرست ټاکلی دی.

طالبانو څه موده مخکې وویل، چې د بهرنیو چارو وزارت یوه پلاوي یې د تاجیکستان په خاروغ ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ وضعت ارزولی.

په تاجیکستان کې د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام سفیر ظاهر اغبر د طالبانو دغه ادعا رد کړې او ویلي وو، چې دا خبره واقعیت نه لري.

ظاهر اغبر، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د هغه نظام له لومړي مرستیال امرالله صالح څخه اطاعت کوي، د طالبانو د رژیم پر وړاندې له تر ټولو توندو غږیدونکو سفیرانو څخه دی.

تاجیکستان او د طالبانو رژیم د تازه خبر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

یاد شوی هېواد د طالبانو خلاف د یوې جنګیدونکې ډلې( ملي مقاومت جبهې) د مشرانو اصلي مرکز ګڼل کیږي، خو ویل کیږي چې اوس یې حکومت هم له یادې ډلې نهیلی شوی او هم د روسیې تر فشار لاندې دی، څو طالبانو سره اړیکې ورغوي.

1 COMMENT

  1. اغبر، عبدالله او ډله یی هغه پاخه دوکه مار سیاستمداران دی چی ټول امتیازات یی نوش جان کړل، خو پښتون یی تاریخ ته د طالب په وجه داسی بدنام کړ چی دبشریت به ورڅخه کرکه کیږی. نظام یی چپه کړ او ملامتی یی په پښتنو شوه شل کاله پښتانه قتل شول له تعلیم پاتی شول، شفاخانه او برق خو څه کوی سړک او کاروبار خو څه کوی انسانی ژوند نه ووتل ږ همدا د دوی سیاست و اوس هم هسکه غاړه ګرځی سبا به هم هسکه غاړه ګرځی وایه طالب او پښتون ته د پټیدو ځای به نلری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب