یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د قلم منزلت | زهير سپېڅلی

د قلم منزلت | زهير سپېڅلی

د قلم د ارزښت، قدر، معنويت او منزلت په اړه دومره بس دي؛ دا لوی لاسوند او ثبوت دی، چي د الهي سپېڅلي کتاب قران العظيم الشان په نهه ويشتمه پاره کي  د «قلم» په نامه ځانګړی سورت راغلی دی.
(ن. والقلم و ما يسطرون…)
که قلم نه وای کتاب به نه و، که کتاب نه وای علم او زدکړه به نه وه. که علم او زدکړه نه وه، بشريت به تر اوسه د جهالت او ناپوهۍ په تورو تيارو کي ډوب و. موږ و تاسو، چي نن دا دومره پرمختګونه وينو؛ ساينس او ټکنالوجي په اسمان کي ګرځي؛ د ژوند په هر اړخ کي انسانان نوي نوي کشفيات او اختراعات کوي، دا هر څه د علم، پوهي، زدکړي، کتاب او قلم برکت دی.
هغوی چي واقعاً د قلم قدر پېژندلی او عظمت ئې درک کړی وي؛  قلم ته يوازي د يوې ليکنۍ وسيلې په نظر نه ګوري.
فرانسوا ولټر وايي: «چي قلم مي په لاس کي وي، هيڅکله به ونه وايم چي ولي مي شاهي تاج پر سر نه دی. بل ځای وايي: هغه لاسونه بختور دي چي د توري او ټوپک پر ځای پکي قلم نيول کېږي.»
هغه څه چي د قلم وړه څوکه ئې کولای شي د ټوپک شپېلۍ او د توري تېرې څوکي ونه کړل. په همدې قلم کولای شو، چي ټولنه نېکمرغه کړو. ملت او هيواد ته معنوي شتمني ورکړو. همدا قلم کولای شي، چي د هيواد د راتلونکي بچيانو ته فکري، ذهني، ملي او ټولنيزه  روزنه ورکړي.
د قلم په زور کولای شو، چي ښه او بد توپير کړو. سپين و تور بېل کړو. د حق په پلوۍ د باطل مبارزه وکړو. افکار او اذهان د ټولني او  بشريت په خير او ګټه وروزو.
خو کله چي دا قلم نا اهله لاسونو ته رسېدلی د کولنګ کار ئې ترې اخيستی دی. ډېري هستۍ ئې نيستۍ کړې. ډېر ودان کورونه ئې پرې وران کړل. د همدې قلم ناسم استعمال ټولني بربادي کړې. ولسونه او ملتونه ئې تباه کړي دي.  له همدې قلمه ئې د يوې وژونکي وسلې کار اخيستی دی.
استعدادونه ئې وژلي، وړتياوي ئې له منځه وړي او د يوه هيواد پوره نسل ئې تباه کړی دی. هغه څوک چي قلم ئې په لاس کي او د قلم منزلت ونه پېژني؛ خپل منزلت هم نشي درک کولای. هغه زدکوونکی/محصل، چي د قلم، کتاب او سپيني/توري تختې قدر ونه کړي د علم قدر هم نشي کولای. چي د علم قدر ونه کړي، څه به زده کړي؟ کومه ګټه به ترې واخلي؟ او کوم پرمختګ به وکړي؟
خدايه!
له نا اهلو لاسونو قلم واخله.
خدايه!
د هغو په لاسونو کي چي قلم دی دا توان ورکړه، چي قلم پر حق استعمال کړي. د قلم مقام او منزلت وپېژني او د قلم رښتينی حق ادا کړي.

2 COMMENTS

  1. زما ورور سپیڅلی ، سپیڅله خبره کړی چي د انسانی کرامت ، اشرف المخلوقات او متقیانو سره مستقیم تړاو لری او هغه دا چي د الله متعال د نعمتونو شکر او حق اداء دا ده چي هغه په ځای او احسن طور محضاََ لله استعمال شی مثلاََ قلم د لیکلو لپاره ، هغه لیکل چي عبادت وی یا لاس د ښې
    لیکنې ،تعاون او ښه خدمت لپاره ، ژبه و قولوا للناس حسناََ و اقیموا الصلاه ،تعاونوا علی البر والتقوی ،همداسی د صلاحیت صحیح استعمال او د مسئولیت صحیح اداء کول لکه عبادت با اداب
    و اخلاق لوجهه الله تعالی نو بیا سپکه خوله ، کوتک او نور رذایل خپله نفی کیږی ځکه رذایل عبادت کی ځای نلری او دا عملی تربیت غواړی ؛شل کلن تخریبی ، خشن او پټاوی جذبه او تصور کنترول او
    اصلاح او تجدید تربیت په روږدو جنګیالیو هیڅکله هم ممکن ندی ، دا د اهل تربیت کار دی ورنه ملا
    شدن یا وزیر شدن اسان خو ادم شدن خیلی دشوار است یا اولی الالباب ۰
    خلاصه د سړیتوب کار دروند او د هر چا کار ندی ، د الهی نعماتو شکر او صحیح کارونه د هر مومن لازمه ده ، خدمت عبادت دی او خادمان دډی عبادت حق بی له ښه نیت ،طهارت ، اداب او عبادتی حضور نه پرته ، حق یی نشی اداء کولی ۰
    نو د مبارکی روژی د اخلاقو سره سم ؛ بایدسوچ سپیڅلی ، لیکنې سپېڅلې لکه سپېڅلی او عمل محضاََلله الواحد القهار ، سپېڅلی کړو ۰

  2. سلام
    هو !دقلم اهمیت او معنوی اعجاز:
    لیکونکی هرڅوک چې وی دا رسالت دی چې په انصاف باید لیکنه وکړی. دې سورة کې درسول اکرم برصدق او اخلاص باندې شهادت دی سقراط قلم دانسان لپاره دوهمه ژبه ګنی په دې ایت کې تسلی او بشارت دی. په قلم قسم خوړل کیږی دقرآن داعجاز ښکار ه کولو لپاره تحدی اوچلنج دی. ددې څخه قرآن اووحي مراد دی او متعلق دی تر مجنون پورې یعنی ددې په یادولوسره تا باندې لیونتوب نه دی ر اغلی .ددعوت اوتبلیغ مراد دی.په دې ایة کې دلسو بدو صفتونو تفصیل شوی دفساد،فسق او فجور، دروغو استهزاء او اهانت په عقیده کې دشریعت له حدود وتل، مخالفت ډیرخوراک اوڅښاک غټ خیټی توب په وړاندې مبارزه یاده شوی.
    دلته له بده مرغه رمضان کې دتوفیق ننګ دمړې ګيډې اهانت بې خرده تبصره هیڅ ځای نه لری او دجهالت هغه تپه تیاره ده چې سړی باید په مقابل کې ورته قالو سلا م ووایی قلم اصلا په چټیاتو او له انسانی کرامت وتلی عمل باندې باور نه لری .دقلم رسالت پراخ،مستحکم، ارادتمند دی او دعلم اوعرفان هغه افکار یادوی چې انسان ورڅخه ګته اخیستلی شی.فلم عفت لری اوغناء. دقلم فرهنګ دسپبېڅلی ،سپېڅلی سوچ اوبینش دی. قلم بی مانا لافې شافې نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب