جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د مصنوعي ذهانت ویبپاڼه راووته، هرې پوښتنې ته مو ځواب وايي

د مصنوعي ذهانت ویبپاڼه راووته، هرې پوښتنې ته مو ځواب وايي

تاند(پنجشنبه، د دلوې ۶مه) دوه میاشتې لا نه پوره کېږي چې یوه ویبپاڼه په انترنیټ کې راڅرګنده شوې خو په ډیر سرعت یې د لکونو خلکو پام ځان ته اړولی دی.

دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د دې ویبپاڼې له لارې د مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلیجنس ټکنالوژي د عامو خلکو خدمت ته وړاندې کېږي.

په دې ویبپاڼه کې، له مصنوعي ذهانت سره د خلکو د خواله لپاره یوه کړکۍ شته او هلته خلک له مصنوعي ذهانته پوښتنې کوي او د هغو ځوابونه ترلاسه کوي.

دا مصنوعي ذهانت یا انلاین روباټ د انسان په ژبه پوهیږي. که له هغه څخه په انګلیسي ژبه وپوښتو چې کیسه راته وکړي، سي وي راته ولیکي، ټوکې وکړي، مقاله ولیکي، کوم کتاب تلخیص او په لنډه بڼه درته ووايي، هر څه کوي.

هغه ته ووایاست چې په یخچال کې څه لرئ، دی درته وايي چې څنګه خواړه ورڅخه جوړ کړئ. که ورته ووایاست چې د ښوونځي یا پوهنتون لپاره څیړنیزه مقاله ولیکي، درته لیکي یې. شعر هم وايي، ډرامه هم کښلی شي.

د دې مصنوعي ذهانت کار دومره ښه دی چې په ۵ ورځو کې یو ملیون کسانو د هغه په ویبپاڼه کې نومونه ثبت کړل او یا یې چټ ورسره پیل کړ.

یو میلیون کم شمېر مه ګڼئ، فیسبوک او انسټا ګرام یو میلیون ته د خپلو مشتریانو د رسولو لپاره څو میاشتې کار وکړ او نیټ فلکس خو په درې نیمو کلونو کې د خپلو مشتریانو شمېر یو میلیون ته ورساوه.

د دې مصنوعي ذهانت نوم چټ جي پي ټي (ChatGPT) دی او جوړوونکې کمپنۍ یې اوپن اې آی (OpenAI) نومېږي.

اوپن اې آی یو مستقل تحقیقاتي انستیتیوت دی چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس یعني ایلن مسک له سم الټمن سره په ګډه جوړ کړی او د ۲۰۲۲ د نوومبر په وروستۍ ورځ یې په خپله ویبپاڼه کې د عامو خلکو لپاره اعلان کړ.

چټ جي پي ټي د ځوابونو د لیکلو لپاره له بې شمېرو کتابونو کار اخلي. کتابونه مصنوعي ذهانت ته په سکن شوي ډول سپارل شوي. روباټ یا مصنوعي ذهانت د ګڼو ویبپاڼو معلومات هم له کتابونو سره مقایسه کوي او ستاسو پوښتنې ته د هغه پر اساس ځواب وايي.

کولی شئ ورڅخه وغواړئ چې ځواب په ۲۰ کلمو، ۶۰۰ کلمو، د یوه پنځه کلن ماشوم د پوهېدو په سویه، یا د یوه ۲۰ کلن د پوهې په سویه درکړي. له هغه څخه غوښتلی شئ چې خپل ځواب د یوې کیسې په شان یا د کلاسیکو ادبیاتو په شیوه درته ولیکي.

چټ جي پي ټي حاضردمه تر ۲۰۲۱ پورې انترنیټي معلومات ارزوي او لا له هغه څخه بیخي تازه معلومات غوښتلی نه شو.

تر دې دمه دا روباټ په انګلیسي ډیر برلاسی دی خو سوکه سوکه د نورو ژبو وړتیا هم مومي. د افغانستان په وخت د شپې، چې په امریکا کې ورځ وي، پر دغه سایټ بیروبار ډیر وي خو کله چې په امریکا کې شپه وي او ډیر خلک ویده وي، د چټ جي پي ټي سرعت ډیر وي. ممکن ورو ورو د دې مصنوعي ذهانت دا ستونزه هم ختمه شي.

تراوسه پښتو ځواب نه شي ویلی خو کله چې مې په پښتو ورته ولیکل چې «په پښتو پوهېږې؟» په ځواب کې یې ولیکل:«په پښتو ژبه نه شم خو په انګلیسي ځواب درکولی شم.»

وروسته یې ولیکل چې په تدریج به د پښتو زده کړه او معلومات ډیر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب