جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهسعودي کې څه باندې ۳ سوه افغان بندیان خوشې او هېواد ته...

سعودي کې څه باندې ۳ سوه افغان بندیان خوشې او هېواد ته ستانه شول

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شپږمه)‏ ‏د طالبانو د حاکمې ډلې بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې په سعودي عربستان کې څه باندې ۳ سوه افغان بندیان د دوی په هڅو را خوشې او هېواد ته ستانه کړای شول.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:« د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې ۳۱۴ تنه افغان بندیان چې د یاد هیواد په عسیر، جیزان، الباحه،ابها،طائف،مدینه منوره، قنفذه، شمیسي، تبوک او حدا زندانونو کې بند وو ازاد شول او خپل هیواد ته د ارتګ زمینه ورته مساعده شوه.»

دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي په نسبت له پاکستان، ایران، ترکېې او ځینو نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ډېر بندي کیدو او ورسره د ناوړه چلند راپورونه ډېر ورکول کېږي.

طالبانو د پاکستان له زندانونو څخه هم د سلګونه افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړی، خو له دې سره هم خلک له هېواده بهر د دوی اداره د افغان کډوالو د حقونو په دفاع کې پاتې او بې غوره بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب