پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهملي راډيو ټلويزيون د ملا هبت الله د لارښوونو په نوم ځانګړې...

ملي راډيو ټلويزيون د ملا هبت الله د لارښوونو په نوم ځانګړې خپرونه پیل کړې

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شپږمه)‏ ‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د طالبانو د امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده د لارښوونو په نوم ځانګړې خپرونه پیل کړې ده.

ياده خپرونه په راډيويي بڼه د راډيو د یوه ویاند له لوري چمتو کیږي، چې يوه تازه خپرونه ېې د افغانستان د ملي ټلويزيون له یوټوب چینل څخه هم خپره شوې ده.

له دې سره، راپورونه ښيي چې د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله په وروستيو کې خپلې ټولواکۍ ته شدت ورکړی او د طالبانو منځلاري چارواکي ېې کم صلاحیته کړي دي.

د طالبانو نیږدې څارونکی ژورناليست میرویس افغان باور لري، چې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله په کابل کې له خپلو چارواکو څخه ډېر صلاحیتونه کندهار ته لېږدولي او ان د خپلې ادارې د امنیتي سکتور د مشرانو صلاحیتونه ېې کم کړي.

د افغان په باور، ملا هبت الله اخندزاده د امنیتي همغږۍ په نوم د یوه کمیسیون په رامنځته کولو سره، چې مشري ېې د نوموړي نیږدې کس‌ صدر ابراهيم کوي، د طالبانو د دفاع، کورنیو چارو وزیران او د استخباراتو عمومي رييس نه ډېر صلاحیتونه یاد شوي کميسيون ته لېږدولي.

طالبانو د خپلو وروستيو تعاملاتو او ادعا شویو اختلافاتو خبرونه رد کړي.

ملا هبت الله په وروستيو کې د ځینو ولایتونو لپاره د علماوو شوراګانې هم را منځته کړي او تر ډېره د خپلو ولایتي ادارو د څارنې رول ېې ورکړی.

د څارونکو په باور، له ملایانو په جوړ شوي رژيم کې د ملایانو د داسې شوراګانو له جوړولو د هبت الله اخندزاده هدف د طالبانو په منځ کې د خپلې ځانګړې ډلې لپاره د موازي صلاحیتونو او پر چارو د پوره انحصار رامنځته کولو هڅه ده.

طالبان بيا په دې اړه څرګندونې د دوی خلاف ناسم تبلیغات بولي او پر خپل يووالي ټينګار کوي.

4 COMMENTS

  1. ما یې د پخواني امیر ملا عمر یو کتاب چې د ملا عمر نصیحتونو په نامه و ډیر مې ورته خندلي ؤ او چې هر کله به خندا نه راتله هغه به مې ولوست. دې بې علمه به څه لارښونې کړې وي خو ځه افغانانو چې کله مو زړه تنګ و لږ یې ګورئ نو پام به مو غلطیږي او لږ ساعت به خاندۍ. حیران به شئ چې داسې شیان درباندې مسلط شو څه شو هغه پینځه زره کلن تاریخ مو چې هر ځای یې بوڅ بوڅ کوئ؟ د شرم ځای دی چې یو څو ملایان په میلونونو خلکو په زور حکومت کوي.

  2. مالا هیبت به په دی خپرونه کی هم ټولو ته نصیحت کوی چی نا غوندې بد عمله شې مخ دیوال ته کړې او کونه خلکوته واړه ویې نور خو دا هیبت په څلورو پښو ځناور ده هیڅ کو دې انسانیت اثر په کې نه لیدل کیږې دوهم دا نیمچه ملایانو ته دې شرم ځایې ده چی دې يو بوتل اطاعت کوې چی ۹۵٪ تر اوسه لیدلی هم نده چی ایا دا انسان ده که ځناور

  3. ملا هیبت الله نه ده دغه ملاسوډرالله ده. اصل دغه خنزیر نسته په کندهار کې ای ایس ای کوم مشر ناست ده لعنت په خبیث حرامي طالب دوۍ دومره نسي کولای سي یوه ته سترګې ورتوري کړي د خنزیر هیبتو د مردارولو لپاره جنت ته ولاړ سي ؟😤😭

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب