Home+د جنورۍ ۳۱ مه د وینډوز ۱۰ د ډاونلوډولو وروستۍ نېټه

د جنورۍ ۳۱ مه د وینډوز ۱۰ د ډاونلوډولو وروستۍ نېټه

تاند- مایکروسافټ د وینډوز ۱۰ هوم او پرو د ملاتړ د پای ته رسولو لور د لومړنیو ګامونو په توګه د جنورۍ په ۳۱ مه د وینډوز ۱۰ پلورل بندوي.

د دې معنا دا ده چې د جنورۍ له ۳۱ وروسته به خپل کمپیوټر ته وینډوز ۱۰ نه شئ ډاونلوډولی.

خو له دې سره سره مایکروسافټ د ۲۰۲۵ تر اکتوبر میاشتې پورې، چې نور وینډوز ۱۰ غیرفعالیږي، د وینډوز ۱۰ امنیتي (سیکوریټي) اپ ډېتونو ته دوام ورکوي.

د مایکروسافټ کمپنۍ ویندوی روانه اوونۍ په دې اړه وویل:«زموږ مشتریان د ۲۰۲۳ د جنورۍ تر ۳۱ پورې وینډوز ۱۰ هوم او وینډوز ۱۰ پرو له سایټ څخه رانیولی شي.»

ده د وینډوز ۱۰ لرونکو ته سپارښتنه وکړه چې د دې وینډوز پر ځای وینډوز ۱۱ واخلي.

وینډوز ۱۰ لومړی پلا په ۲۰۱۵ م کال راووت او اوس له ۱۰ کلونو وروسته په نویو کمپیوټرونو کې نه وړاندې کېږي.

مایکروسافټ د ۲۰۲۱ په جون کې د وینډوز ۱۰ د فعالیت د بندېدو نېټه اعلان کړې وه.

که څه هم مایکروسافټ خپلو کاروونکو ته موقع ورکړې چې وینډوز ۱۰ پر وینډوز ۱۱ واړوي خو تر دې دمه له وینډوز ۱۰ څخه وینډوز ۱۱ ته د لېږد بهیر سوکه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...