پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهملا برادر: د افغانستان وضعيت ښه شوی او راتلونکي ته هيله مندي...

ملا برادر: د افغانستان وضعيت ښه شوی او راتلونکي ته هيله مندي زياته شوې

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شپږمه)‏ ‏د طالبانو د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر ادعا کوي، چې افغانستان له تېرو څلويښتو کلونو راهيسې په تر ټولو ښه وضعيت کې دی او ژوند و راتلونکي ته د افغانانو هيله مندي زياته شوې ده.

ښاغلي برادر دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارتین گریفتس سره د ليدنې پر مهال کړي دي.

هغه د خپلي ادعا دلايل نه دي روښانه کړي، خو ډېری طالب مشران د دوی له واکمنيدو سره په افغانستان کې د بشپړ امنيت د تامينولو ادعا کوي او دغه امنيت بېساری بولي.

د طالبانو منتقدین بيا هم د بشپړ امنيت ادعاوې ردوي او هم په هېواد کې شته فقر، د خلکو او خاص ډول ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تبعيض او له هېواده له ډیرې نهيلۍ د ميليونونه افغانانو وتل بېساری بولي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د کډوالو چارو وزير مولوي خليل الرحمن حقاني وويل، چې د دوی له واکمنيدو سره ايران ته په ناقانونه توګه د ورتلونکو ۵ نيم سوو افغانانو جنازې هېواد ته ستنې شوي دي.

د ډېرو نړېوالو ادارو راپورونه هم څرګندوي، چې افغانستان کې وضعيت د فردي ازادۍ، اقتصادي ناورين او له اوسني او راتلونکي وضعیت څخه د نهيلۍ له پلوه ډېر خراب شوی.

4 COMMENTS

  1. هغه دظاهرشاه د دلور کیسه چه پلار ته یی ویلی وو چه داخلک ولی ژاړی او نعری وهی ، هغه ورته ویلی ول چه لوری ډوډی نشته خلک ډوډوی غواړی ، لوری یی ورته ځواب ورغبرګ کړ چه ډوډی نشته بیسکټ خو ډیر دی ، دغه د وخوری کنه

  2. هرڅه په مرحوم ظاهر شاه ورتپل هم سم نه دي .
    کله چې د فرانسې هېواد په اوږدو جګړو کې ډېر مصارف وګالل ، د هغه هېواد اقتصادي وضعیت ډېرخراب شو. پاچا پر دهقانانو ډېرې مالیې وضعه کړي او دې ملا ماتوونکو مالیو د ولس اقتصادي شرایط نور هم بدتر کړل .
    له بلې خوا په خپله شاه 16 لویی او د هغې مېرمنې ماری انتوانت ډېر مجلل ژوند او زیات مصارف درلودل . ولس مجبور و چې د عیسوي ملایانو ، کلیسا او د هغو مدرسو لپاره هم ډېر مصارف په غاړه واخلي . دې ټولو سختو ټولنیزو او اقتصادي شرایطو چې د ولس د قهر او غوصې سبب شوه ، د فرانسي لوی انقلاب ته زمینه برابره کړه .
    د فرانسې ولس د شاهي رژیم ، کلیسا او اربابانو پرضد مظاهرې شروع کړي . په داسې شرایطو کې د 16 لویی لور له خپله پلاره وپوښتل چې دا خلک څه غواړي ، پلار یې ورته وویل چې دوی وږي دي ډوډۍ غواړي . نازدانه لور یې ورته وویل چې که ډوډۍ نه وي نو کلچې د وخوري .
    دغو مظارهرو او قیام په نتیجه کې چې له 1789 تر 1799 پورې دوام وکړو د فرانسې شاهی دولت له منځه لاړ، فرانسه کې جمهوریت حاکم شو . دین له حکومت نه جدا ، پاچا سر په ګیوتن ترې پرې شو چې دغو حوادثو ته د نړۍ په تاریخ کې د فرانسې لوی انقلاب ویل کیږي .

  3. ملابرادر د اشرف غني غوندي فکر او فلان لري خو توفیر یې دغه دی چي ملاعبدالغني یې په لنګوټه کي کوي او غني په دریشي کي نور تګلاره د دواړو یوه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب