Homeخبرونهپخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت ومړ

پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت ومړ

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شپږمه)‏ د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

په ويکيپېډيا کې د نوموړي د ژوند ليک له مخې، دی په ١٣٢٤ کال د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې زيږيدلی او په قوم ستانکزی و، خو د نوموړي نيږدې سرچينو تاند ته وويل، چې ثابت اصلا د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د ککړ سيمې اړوند و.

نوموړی ، د کابل له حبيبيې لېسې او د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي فارغ شوى او په حقوقو او اقتصاد کې يې په ١٣٥٦ کال کې په امريکا کې ماسټري تر لاسه کړې وه .

ثابت ، په ١٣٥٦ کال کې له امريکا نه افغانستان ته راستون او تر ١٣٥٩ کاله يې په عدليه وزارت کې د سلاکار په توگه کار وکړ.

 نوموړى ، له دې وروسته د پېښور پوهنتون د منځني اسيا د مطالعاتو په مرکز کې د استاد، په پېښور کې د افغان اسلامي پوهنتون د مرستيال او له امريکا غږ راډيو سره د خبريال په توگه دندې تر سره کړې .

 هغه له ١٣٨٢ کاله تر ١٣٨٤ کاله د کورنيو چارو وزارت حقوقي سلاکار و او له دې وروسته د هېواد د لوى څارنوال په توگه وټاکل شو.

 ثابت ، په ۲۰۰۹ کې وروسته له هغه چې ولسمشرۍ ته يې د خپل ځان د کانديدېدو اعلان وکړ ، د ولسمشر لخوا د لويې څارنوالۍ له دندې گوښه شو .

 نوموړي ويلي وو ،چې ١٢ اقتصادي ، سياسي او نور کتابونه يې ليکلي او ژپاړلي او ټول چاپ شوي دي .

عبدالجبار ثابت يو ځل له ننګرهار څخه ولسي جرګې ته هم کانديد و، خو بريالی نه شو او ورسره د درغلۍ ادعا يې وکړه.

هغه له ۲۰۱۱ څخه وروسته د حنیف اتمر په مشرۍ د حق او عدالت ګوند د رهبرۍ غړی و، خو د ۲۰۱۴ د ولسمشريزو ټاکنو په نیمايي کې له ولسمشر غني څخه خوابدی او د هغه د مخالف کانديد ډاکټر عبدالله ملاتړی شو.

عبدالجبار ثابت د لوی څارنوالۍ د دندې پر مهال له فساد سره په جدي مبارزې او قاطعيت هم ډېر مشهور و‌.

4 COMMENTS

  1. ولسمشرۍ ته د کانديدو په وخت کې مرحوم عبدالجبار ثابت ځان د ننګرهار ولايت دسره رود ولسوالۍ معرفي کړی او هلته زېږېدلى وو . هغه اته اولادونه لري.
    مرحوم ثابت د 2006 کال په مې کې د حامدکرزي له خوا د افغانستان د لوی څارنوال په توګه ټاکل شوی وو ، هغه له حزب اسلامي ګلبدین حکمتیار غړیتوب درلود. د 2008 کال د جولای په 17 د حامدکرزي له خوا له دندې ګوښه شو. ښاغلي ثابت د خپل لنډ ماموریت پرمهال د ځینو ځواکمنو کسانو خلاف د دوسیو په جوړولو ځانته لوی غلیمان موندلي وو.
    هغه په 2011 کال کې د مافیایی ډلو له خوا د کابل ولایت د سقاوې دښته کې دخپلومځکو د لیدلو پرمهال اختطاف شوی هم وو.

  2. إنا لله وإنا إليه راجعون
    الله ج دی مرحوم ثابت صاحب وبخښی او کورنی ته یی تسلیت وایم

  3. اِنا لِله و اِنا الیه راجعون
    الله رب العزت دِ ثابت صاحب او ټول حقداران وبښی او د خپل رحمت سیوری کی وساتی ، کورنۍاو دوستانو ته یی صبر جمیل او اجر عظیم غواړم۰
    یوه نکته چی باید اضافه کړم ،ثابت صاحب د لوی څارنوالی په دوره کی د فساد په مقابله کی خپل
    وظیفوی مسئولیت او ملی وجیبه ښه درک کړی وه ، خو حکومت حمایت نشوی کړی ، مفسدین غالب وو ،هماغه فساد د ڼنی تباهی اهم عامل بلل کیږی ؛چي هم دي او هم ملت له کړاوونو سره مخ شول۰

  4. ارواښاد عبد الجبار ثابت د ننګرهار ولایت د سره رود د ولسوالۍ د ککړک د سیمې اوسېدونکی و. لومړنۍ زده کړې یې د سره رود د بالاباغ د سیمې په هغه لومړني ښوونځي (لوی جومات) کې چې ارواښاد عبدالرحمن پژواک یې هم، کلونه کلونه وړاندې زده کوونکی و، سر ته رسولي.
    بسمه چې Basmachi (اشرار) د پېښور پوهنتون د استاد ښاغلي عبدالرحیم مروت د ماسترۍ تېزس، ارواښاد ثابت له انګرېزۍ نه پښتو ته اړولی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...