پخوانيو متل کړى چې: موړ د وږي له حاله څه خبر دى؟، يا ځمکه هغه سوﺯي چې اور پرې بل وي. خو ريښتيا دا دي چې ﺯموږ په چاپېريال کې ټولې ناخوالې له همدې پيدا کيږي چې موږ يو له بله خبر نه يو. په لڼډه توګه به يې شرحه کړو:-
د الهي حکمت تقاضا دا ده چې د ځمکې پر مخ اوسېدونکي انسانان بايد له هېڅ اړخه (مادي اومعنوي) يو ډول نه وي. مثلا د بنيادمو څېرې بايد سره ورته نه وي که نو يو تر بله پېژندګلوي يې ناشونې ده څوک خوشحاله وي څوک غمجن، څوک شتمن وي څوک نېستمن. همدا ډول په نورو برخو کې د انسانانو تر منځ توپير د هغوى د حال او احوال د تعين لپاره يو طبعي اصل دى.
خو د انسانيت د عالي فطرت تقاضا دا هم ده، لکه څنګه چې د انسانانو د خلقت منشا يوه ده او ټول له خاورې پيدا شوي، د يوه پلار (آدم ع) او يوې مور(بي بي حوا ع) اولاده ده نو سره له ټولو توپيرونو بايد په غم او ښادي، په ښه حال او بد حال کې يو د بل سره همدردي او غمشريکي، مرسته او همکاري ولري. چې همدا د انسانيت ماهيت او اصليت دى.
شيخ سعدى(رح) فرمايي:
بنى آدم اعضای یکدیگرند
که در آفرینش ز یک جوهرند
چو عضوی به درد آورد روزکار
دیگر عضوها را نماند قرار
توکز محنت دیگران بیغمی
نشاید که نامت نهند آدمی.
سعدی صاحب وايي چې ټول انسانان د يوه بدن د بېلابېلو غړو په څېر دي. که چېرې په بدن کې يو غړى دردمند وي نو ټول وجود ورسره ناکراره وي. انسانان هم همداسي دي چې د يوه انسان په درد واړه بشريت د درد احساس کوي، او که څوک د بل په درد، دردمند او په غم يې غمجن نشي نو انسانيت يې په شک کې دى.
يو بل شاعر وايي چې:-
رهٔ نېکمردان آﺯاده گیر
چو ایستاده ای دست افتاده گیر.
د اسلام د مبارک دين اصول چې د انسانيت تر ټولو ستر قوانين هم دى مسلمان يو تر بله همدردي او غمشريکي ته رابلي. روغ هڅوي چې بايد د ناروغ پوښتنه وکړي، مالداره بايد د غريب او بېوﺯله لاسنيوى وکړي، د ګاونډي د حقوقو سره سم بايد له خپل ګاونډې سره نېکې اړيکې ولري او د هغه له ښو او بدو خبر وي. د خپلوي او صله رحمي د اصولو په رڼا کې يو مسلمان مکلف دى چې له خپلو خپلوانو سره نژدې اړېکي ولري، چې د پاللو په صورت کې يې د نورو په خوښي او غم کې شريکيږي. له پورتنيو د لايلو څخه څرګنديږي چې د انسانيت يو لوى اصل خواخوږي ده، استاد ګل پاچا الفت هم په دې اړه وايي چې:-
ژاړي په غمونو کې خواخوږي له هر چا سره
سل پتنګان سوﺯي د يوې شمعې ژړا سره
داسې بېغمي دې خداى په هېڅ کور کې پيدا نکړي
يو کور کې چې وير وي او بل خاندې د ليلا سره.
د يوه انګليسې مطلب مفهوم دى چې:
(سمندرونه خپلې اوبه نه څښي، لمر په خپل ځان رڼا نه کوي، ونې خپلې مېوې نخورې…
دا ټول په ډاکه کوې چې د نورو لپاره ژوند کول د طبعيت اصل دى. ښايې ستايې ژوند اسانه وي کله چې تاسې خوښ ياست. خو ژوند هغه مهال ښکلى دى چې نور ستاسې له امله خوښ وي)
پورتنيو ټولو ټکو ته په کتو بايد وويل شي چې انسانيت له موږ څخه غواړي چې که چېرې موږ ماړه يو نو د وږو له حاله بېخبره ونه اوسو، د هغه اور سوى احساس کړو چې په نورو بليږي، هغه درد حس کړو چې نور يې شوګيرو ته اړ ايستلي دي، څو له لوېدليو سره د لاسنيوي له لارې د ژوندانه ناخوالې په خوښيو بدلې کړو. نو ځکه مو بايد د ممتاﺯ اورکزی دا خبره تل په ياد وي چې:-
خوبوليو له دردمنو تپوس وکړئ
يوه شپه تر سبايي ده ډېره لويه