یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونههبت الله په حقانيه مدرسه کې خپل استاد، خپل ځانګړی استازی ټاکلی

هبت الله په حقانيه مدرسه کې خپل استاد، خپل ځانګړی استازی ټاکلی

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شپږمه)‏ راپورونه وايي، چې د طالبانو اميرالمؤمنين ‏ملا هبت‌الله اخند زاده د پښتونخوا د اکوړه خټک په حقانيه مدرسه کې خپل استاد شېخ حبيب الله حقاني د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

د معلوماتو له مخې، ملا هبت‌الله له واکمنيدو وروسته په کندهار کې د ديني عالمانو يوه ۲۴ کسيزه شورا جوړه کړه او شیخ حبيب‌الله حقاني يې د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

ویل کیږي، چې شیخ حبيب‌الله حقاني د طالبانو د اوسني مشر ملا هبت الله آخوندزاده له ځانګړي ملاتړ او صلاحیته برخمن دی.

نوموړی په ډېرو مهمو غونډو کې د طالبانو د لومړۍ درجې مشر پر ځای ګډون کوي.

 حبیب‌الله حقاني په ۱۳۳۵ هجري قمري کال کې د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ په نلغام سیمه کې زېږېدلی، لومړنۍ زده‌کړې یې له خپل پلار او پنجوائي ولسوالۍ کې له ځينو نورو ديني عالمانو کړې دي.

حقاني د پېښور دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک مدرسه کې، چې د طالبانو د ډېری مشرانو د درس او تدریس مرکز دی د دستار بندۍ تر کچې زده‌کړې کړې دي.

وروسته نوموړی د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال کندهار ته راغلی او دلته يې زرګونه شاګردان روزلي او د تفسير، فقې او احاديثو په برخو کې يې يو شمېر کتابونه هم ليکلي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته نژدې يو شمېر سرچينو تائید کړې، چې د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت الله اخوندزاده هم د حبیب الله حقاني شاګرد تېر شوی دی.

د ځينو راپورونو له مخې، مولوي حبيب‌الله حقاني پر افغانستان د روسانو د یرغل پرمهال د جلال‌الدین حقاني ملګری او د روسي ځواکونو پرخلاف جګړه کې یې برخه لرله.

يوې بلې سرچينې بيا له حقاني شبکې سره د نوموړي پخوانۍ اړیکې رد کړي دي.

حقاني د طالبانو د مخکنيو مشرانو ملا محمد عمر او ملا اختر محمد منصور له مهمو کسانو څخه و.

حبيب‌الله حقاني د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د سلاکارۍ ترڅنګ په دغه ولایت کې د جامع عمر په نوم د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر له لوري د یوه جوړ شوي جومات امامت کوي او د طالبانو د کره کتنې د بورډ غړی هم دی.

حبيب‌الله حقاني په کابل کې د ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتي په درېیمه نېټه د طالبانو له لوري د عالمانو د درې ورځنۍ غونډې مشري هم پرغاړه لرله.

شیخ حبيب‌الله حقاني ځکه د طالبانو اوسنيو او پخوانیو چارواکو ته مهم دی، چې نوموړي د دې ډلی په جوړښت کې هم مهم رول درلود.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، حبيب‌الله حقاني د طالبانو د ځينو نورو مشرانو په څېر د شرعي احکامو د بشپړ تطبیق غوښتنه لري.

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله دغه ستر سلاکار د هغه په غياب کې په ځینو مهمو ناستو کې ګډون او د ملا هبت‌الله استازيتوب کوی.

حبيب‌الله حقاني کابل کې د طالبانو له خوا جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلی و: «ځيني خارجي او داخلي دښمنان د اسلامي امارت پر ضد تبلغات کوي، خو طالبانو ته په کار ده، چې په خپلو منځونو کې يووالی، پاک نیت او تقوا قايمه کړي، ترڅو نظام ثابت پاتې شي.»

د ملا هبت الله اخندزاده د ځانګړي استازي د موجودیت خبر طالبانو تایید یا رد کړی نه دی.

له دې سره، راپورونه ښيي چې د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله په وروستيو کې خپلې ټولواکۍ ته شدت ورکړی او د طالبانو منځلاري چارواکي ېې کم صلاحیته کړي دي.

د طالبانو نیږدې څارونکی ژورناليست میرویس افغان باور لري، چې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله په کابل کې له خپلو چارواکو څخه ډېر صلاحیتونه کندهار ته لېږدولي او ان د خپلې ادارې د امنیتي سکتور د مشرانو صلاحیتونه ېې کم کړي.

د افغان په باور، ملا هبت الله اخندزاده د امنیتي همغږۍ په نوم د یوه کمیسیون په رامنځته کولو سره، چې مشري ېې د نوموړي نیږدې کس‌ صدر ابراهيم کوي، د طالبانو د دفاع، کورنیو چارو وزیران او د استخباراتو عمومي رييس نه ډېر صلاحیتونه یاد شوي کميسيون ته لېږدولي.

طالبانو د خپلو وروستيو تعاملاتو او ادعا شویو اختلافاتو خبرونه رد کړي.

ملا هبت الله په وروستيو کې د ځینو ولایتونو لپاره د علماوو شوراګانې هم را منځته کړي او تر ډېره د خپلو ولایتي ادارو د څارنې رول ېې ورکړی.

د څارونکو په باور، له ملایانو په جوړ شوي رژيم کې د ملایانو د داسې شوراګانو له جوړولو د هبت الله اخندزاده هدف د طالبانو په منځ کې د خپلې ځانګړې ډلې لپاره د موازي صلاحیتونو او پر چارو د پوره انحصار رامنځته کولو هڅه ده.

طالبان بيا په دې اړه څرګندونې د دوی خلاف ناسم تبلیغات بولي او پر خپل يووالي ټينګار کوي.

5 COMMENTS

  1. هېوادوالو ، هبټ یا کوم بت جټ مټ نشته ، دا د آی اس آی جنرالان دی چې اوس د پنجابي وایسرا رول لوبوي . یوه ورځ به په تاریخ کې دا هم ولیکل شي چې د مړه ملا عمر په شان یو بل مجازي نوم ملا جټ هم په افغانستان څوکاله حکومت وکړ.

  2. کله ایرانۍ له غزنی نه خپل ځان کاندید کړي
    او کله هم ای اس ای دکور په هغه لوړه چوکۍ ناست وي.
    افغانان نهایت بی عقل او وطن فروش خلک دی. هسی دوطن چغی او ناری وهو.

  3. دا هم لکه ندیم دی خور میړه یې ده هم خور غیې او هم یې خپل سلاکار ټاکلی ده دا بی حیثیته لوطی هیبت

  4. جان ستاهم مزه نه شته چټیات وایی
    که په کنځلو څه کیدلای نو داشرف غني فیسبوکیانو خو هغه ته خیر ونه رسوو،
    څه یی ورسره وکړل ؟همدا کنځل مارو یی ملا ماته کړه. اویا داسي کسان چه ځانونه یې پړسولي ښودل لکه محب د3D متخصص او دامنیت مشر. دافغانستات حکومتونه همیش ټوکی وی.
    هسی زمونږ زړونه یی وخوړل

  5. محترم صادق خان بخښنه غواړم دا دې پنجابی لاسپو سو سره نور هیڅ نه جوړیږې غیر له ښکنځلو
    بیاهم معذرت خواړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب