Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شپږمه)‏ متحده عربي اماراتو، جاپان او فرانسې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

دغو هېوادونو غوښتي، چې ياده غونډه دې د بندو دروازو تر شا وشي.

په ملګرو ملتونو کې د اماراتو د استازي ویاند شهاد مطر ویلي، چې د دوی غوښتنه منل شوې او تمه ده، چې سبا دغه غونډه ترسره شي.

سرچینه زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد به په دې غونډه کې افغانستان ته د خپل تازه سفر راپور هم وړاندې کړي.

د آمنه محمد د یوې تازه وینا په حواله ویل شوي، چې نوموړي طالبان د ۱۳ مه پېړۍ د افکارو لرونکي ګڼلي او ويلي، چې ۲۱ مې پېړۍ ته بايد ستانه کړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...