شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهمتقي: ځينې هېوادونه زموږ په تر فشار لاندې راوستو باور لري، خو...

متقي: ځينې هېوادونه زموږ په تر فشار لاندې راوستو باور لري، خو فشار ګټه نه لري

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شپږمه)‏ ‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن په کابل کي د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر سره ليدلي او د بشري مرستو، امنیت، انکشافي همکاریو او سياسي موضوعاتو په هکله یې خبرې سره کړي دي.

د‌ متقي دفتر وايي، په دې ليدنه کې بکر لومړی د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په چاودونه خواشیني وښودله او ويې ويل، هیواد یې د تل په څیر اوس هم له افغانستان سره اوږدمهاله اړيکو ته تیار دی او هڅې کوي چي د افغانانو لاسنیوی وکړي.

سرچینه زیاتوي:« نوموړي څرګنده کړه چې هیواد یې هوډ لرې چې له افغانستان سره د سیاسي تعامل په پار له نړیوالو شریکانو سره ګډ کار وکړي.»

‏د طالبانو د اعلاميې له مخې، ياد شوي بهرني ديپلومات څرګنده کړه، چې د افغانستان اوسني چارواکي او حاکمیت یې یو واقعیت دی او باید نړیوال ورسره واقعبین چلند وکړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير ملا متقي وویل؛ باید کوشش وکړو نړۍ او افغانستان له یو بل سره نږدې کړو چې ناروې په دې کار کې ښه تجربه لري او رول لوبولی شي.

 ده زیاته کړه:« د نوي افغان حکومت مثبت اقداماتباید وستایل شي او مثبت ځواب ورکول شي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ موږ له لسیزو وروسته سرتاسري امنیت تامین کړی، له داعش او مخدره موادو سره مو مؤثره مبارز کړې او لا هم ژمن یو چې په هیواد کې هر اړخیز ثبات حاکم او له افغان خاروې هیڅ کوم لوري ته ګواښ متوجه نکړل شي.

طالب وزیر وویل:« لکه تاریخ چې ښودلې، په افغانستان کې د فشار آپشنونه کارول ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لاري پر مخ ولاړ شو.»

 متقي وویل چې لا هم ځینې هیوادونو د فشار په آپشنونو باور لري.

‏نوموړي د دغو هېوادونو نومونه نه دي اخيستي.

دا په داسې حال کې ده، چې سبا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي.

ځينې څارونکي باور لري، کې په غونډه کې به ځينې هېوادونه د وروستیو افراطي اقداماتو له امله يې د طالبانو پر حاکميت د فشارونو غوښتنه وکړي.

2 COMMENTS

  1. هیڅ مملکت ستاسو باندی فشار ندې راوړی بلکه ستاسو یو خینزیر خپل مشر ټاکلی جی تر اوسه هیڅ مملکت دې هغه مخ ندې لیدلې نو ځنګه یو ملک کولی شې چې په یو بوتل باند باور وکړې او له هغه سره تعامل وکړې کله هم یو بیناموسه پنجابې دې خینزیر پر ځای ودروې هغه هم مخ دیوال ته کړې او کونه خلکوته واړوېې چی دا تاسو ته ډیر دې شرم ځای ده

  2. نو ته رڼډۍ لوطې په شرمیږې تا خو دومره سوغۍ ورکړې سي د سالنګ تونل ورنه ښکاریږي. لعنت په تاسي د پنجاب غلامانو 😤🐖🤮🤮

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب