پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+مستوفي اومستوفیت | پوهاند محمد بشیر دودیال

مستوفي اومستوفیت | پوهاند محمد بشیر دودیال

مستوفي هغه څوک دی چی پخوا وختونو کی به یې په اسلامی هیوادو کې د دولت د حسابي چارو  مسئولیت په غاړه درلود .په بله وینا: مستوفی په اسلامی مالی نظام کې د یو هیواد عمومی حسابدار ته ویل کیدل. په خپله د مستوفی کلمه له عربي(استیفا)څخه اخیستل شوی ده او مستوفیت هغه ځای دی چی مستوفي هلته کار کوي، مالی احکام صادروی او اجراءت کوي .استیفایعنې په وافی او کافی توګه خپل حق اخیستل.

 په عمومي توګه مستوفي او مستوفیت د عباسیانو د خلافت له وخت څخه په اسلامی هیوادو کې رواج شو .هغه مستوفي به چې د دارلحکومه په مرکز کې و، د ټول حکومت دخل او خرچ حسابات ور په غاړه وو ، خو دولایتونو مستوفی او مستوفیتونو بیا دولایت مالی چاری، مالیات او مستمری مسایل اجرا کول. د فاطمي خلفاوو پر مهال د مصر مستوفي د هغه هیواد ټول مالی مسایل په غاړه لرل.  په ایران کې د قاجاریانو له وخته مستوفی اومستوفیت حسابي چارې اجرا کولې. مثلا نظامی ګنجوی نامتو خوږ ژبی شاعر ویلی و:

صرف کر د آن همه  به بی خوفی       فارغ از مشرفان ومستوفی

یعنی مالونه یی پرته د مستوفی او تفتیش او پولیس له ویرې بېغمه ولګول.

 یو بل شاعر هم دغه کلمه استعمال کړې، وایی:

چون وزیر ومیر ومستوفی توباشی کی بود    مدحت آرای وزیر ومیر ومستوفی ذمیم

په پورتني بیت کې هم د مستوفی صلاحیت او واک ته اشاره شوې ده.  په ایران کې د مستوفیت دنده میراثی وه اوله پلار څخه به زوی ته په میراث پاتې کیده،  خو د عباسی خلافت پرمهال به دخلیفه له خوا ټاکل کید.  په مصر کې هم مستوفیان د پاچا له خوا په دنده ګومارل کیدل.

په افغانستان کې دمستوفیت تاریخچه د اعلیضرت احمد شاه بابا تر مهاله رسیږي. هغه وخت افغانستان یوه لویه امپراتوري وه، نو مالی چارو زیات اهمیت پیداکړ. دغه پاچا د لومړي ځل لپاره یو ډول مترقی او عادلانه مالیه و ضع او یو شمیرغوره یفورمونه یې رامنځته کړل، نو ځکه یې د خپل دولت په تشکیل کې یو شمیر ادارات هم نوي تاسیس کړل. د لومړي ځل لپاره په ۱۷۶۰م. یا ۱۱۴۰ لمریز کال کې یې سردار عبدالله خان پوپلزی د( مالی د یوان بیګی) په نوم سره مالی چارو ته وګومار. ورو ورو د دیوان بیګی لقب په مستوفی المالک تبدیل شو چی د نن ورځی د مالیې د وزیر صلاحیت او دندي یی لرلې. په دې توګه عبدالله خان پوپلزی زمونږ په هیواد کې لومړنی مستوفی ؤ. مستوفی المالک د خپل واک له مخی هم د مرکز او هم د ولایتونو مالی حسابونه منسجم او سمبالول او د عمومی نظارت چارې یې هم پر مخ بیولي. دهر ولایت دمستوفی نوم به د هغه ولایت له نوم سره ذکر کیده لکه د احمدشاه بابا د وخت د کشمیر مستوفی، دترکستان مستوفی، دبلوچستان مستوفی،  دمشهد مستوفی د سوات مستوفی د کابل مستوفی او داسی نور.

په پخوا وختونو کی د مستوفی او مستوفیت دندی په یو ولایت کی په څلورو برخوویشل شوی وی :

  • . دولایت د دستورالعمل د کتابچی تنظیمول،
  • د حقوقود خاوندانو د قبوض دحاشیو  لیکل ( دمامورینو دمعاش ورکول او عایدلرونکو خلکو څخه مالیه  اخیستل )،
  • د فرمانونو حاشیه لیکل ( دفرمان د حکم له مخی یوچاته د بیت المال له مال څخه د ورکولو حکم)،
  • او دولایت په سطحه د حسابونو درج کول.

دهرولایت والی او حاکم به د کال له پایته رسیدوسره سم، د مالیی وزارت ته دخپل حساب راپورنه ورکول او د ولایت دستورالعمل دکتابچی او دخزانی د وزارت د حواله جاتو  له مخی به یی حسابونه تصفیه کول .د مصرف اسناد به مستوفی  برابرول وزیرمالیه او صدراعظم به مهر کول او بیا به پاچا توشیح کول .په دی توګه  مستوفیت اومستوفی دمالی چارو له امله یوه مهمه اود اعتبار وړدنده اورتبه وه.

په ۱۲۹۸لمریز یا ۱۹۱۹میلادی کال کې افغانستان نوی ژوند پیل او خپله خپلواکي یې بیاترلاسه کړه. مترقی پاچا؛ غازی امان الله خان هیوادته د بیسساري خدمت په ترڅ کې نوي حکومتي تشکیلات هم جوړ کړل. له استقلال  څخه مخکې د دولت مالی منابع چې مستوفی المالک او مستوفیت راټولول مستقیم مالیات ؤ چی له ژرندو، کرنیزوځمکو، پایکو ګانو، د اصنافو له جواز، مذهبي جزیې، د مال زکات، څلویښتمه برخه مالیات، د څارویومالیه،صکوک او نورو څخه اخیستل کیدل. خو غیر مستقیم مالیات بیا د (وجوهات) په نوم د ګمرک په واسطه جمع کیدل. دې ته یې ګمرکی مالیات ویل. په دغو غیرمستقیم مالیاتو کې له ګمرکی مالیی څخه  پرته،حق الانحصار، په اسعارو باندی مالیه او نور هم راتلل. هغه مهال ګمرک ته جیپوتره ویل کیدل. په ۱۲۹۹ل.(۱۹۲۰م.)کې دفتري اصول جوړشول. ورو ورو په مرکز کې وزارت ته دمالیی وزارت نوم ورکړل شو او په ولایاتو کی تر نن ورځې په هماغه (مستوفییت) نوم سره پاتی شو.

14 COMMENTS

  1. سلامونه
    ورور پوهاند صاحب دودیال ،لکه نورو لیکنو مو دا هم فوق العاده او زښته زیاته معلوماتي پانګه ده.
    زه ستاسو له هرې لیکنې ډیر څه زده کوءم. مڼنه. کور مو ودان او ښې چارې .جوړ او روغ او خوشحاله اوسئ.
    خدای وکړي د اوسني نظام چارواکي له استیفا ډک مستوفیآن په کور دڼنه او نړیوال ولري!!. حقونه حقدارانو ته ورسوي که ښځمنې دي که نارینه.
    په درناوۍ.

  2. Seems to me a passing time article as if nothing else to do.
    At the level of PhD Pohand and at this moment, Afghanistan in need of other VERY IMPORTANT make or break issues to be addressed!

  3. ښاغلي پوهاند بريال چاري مو ښي،

    د مستوفي، مستوفيت نوم زما په ياد دي زموږ پلرونو بي نوم اخستل، خو په معنا يي نه پوهيدم، خوزما دومره نور مي هم ياد چي مستوفي به ډير رشوت له خلکو اخستل نو اوس چي تا سو مستوفي او مستوفيت واضح تشريح کړل نو رشوت اخستل د مستوفي له خوا راته روښانه شو ځکه چي د پيسو حساب او کتاب د مستوفي په لاس کي وو.
    ډيره مننه ستاسو له زيار او وخت تيروني.

  4. ډیرعزتمن حمیدالله زړور ساپی صاحب السلام علیکم !
    ستاسو له مهربانی ډیره مننه، ښاغلی او منلی لټون صاحب ستاسو له هڅوونکی لیکنی هم مننه کوم.
    قدرمنو مینه مونه هیروم.
    د ګران حلیم حکیمی څخه مننه چی د ډیرو بوختیاوو سره سره یی دا لیکنه هم لوستی ، خو باید عرض وکړم چې د علومواکاډمی او پوهنتونو کی مو د ژورو ، نویو او پیچلو مسایلو؛ په تیره د معاصر اقتصاد بححثونو لږ اوریدونکی لرل. زما د تجربی له مخی لا اوس هم زموږ زیات محصلان له عمومی اصطلاحاتواومفاهیموسره بلد ندی، په تیره بیا افغان ځوانان د یوی موضوع پخوانی تاریخچه هرومرو پوښتی یووخت چی د اداری اصلاحاتو کمیسیون جوړ شو زه پکی د اداری تدریس ته توظیف شوم، دمعاصر مدیریت او سالمی اداری محتوا ډیره لویه وه، خو وخت ضیق،. بیا به هم پوښتنی اداره د اسلام له نظره او د اداری تاریخ په هکله وی آخر مجبور شوم دا می له ټاکلی نصاب برعلاوه پکی شامل کړل، اوس ګورو چی اقتصادی بحثونو کې د ځوانانو د لغاتو دایره ډیره محدوده ده، کله مجبور شو لږ شاته وګرځو او یوشمیر اصطلاحت ورته ووایو، که نه زه ښه پوهیږم چی څومره نوی او ضروری مسایل راته مخی ته پراته دی او د نوی اخځ کمی هم نشته، خو چاره نشته. مونږ اقتصاد کی یوه مشهوره مقوله لرو: عرضه د تقاضا له مخی کیږی. نو هیله ده حکیمی صاحب قناعت کړی وی. که زه په انګلیسی باندی حیکیمی صاحب ته د ترمینولوژی اړتیا او د ځوانانو فعلی د معلوماتو سطح ولیکم، دوی به تعجب ونه کړی؟ له قدرمن حکیمی صاحب څخه مننه. عجیبه ده چی زموږ ادرای فرهنګ کی لا اوس هم ډیر پخوانی اصطلاحات شته او زیاتره یی ډیر معقول دی، ممکن تر ډیره نور هم ورته اړتیا ولرو. په دی کی یوهم مستوفی اصطلاح ده چیی د ګران او منلی لټون صاحب په وینا( ډیرو پخوانیو مشرانو ) څخه مو اوریدلی وه، مګر جالبه ده چې همدا اوس مستوفیان لرو او عملاً کار کوی. او جالبه دا چی ممکن میرزایان هم ولرو.

  5. Appreciate your reply Pohand Doodeyal. You write a lot on different platforms. Your political writing is neutral and toothless at best. Your social writings are mostly biased like your village stories. And you are too conservative to even touch the current issues that will make or break Afghanistan. Mustofi/Mustofiat and similar topics are your choice of hot topics of the day, indeed!
    After all, you are not a village chief but a well-known scholar backed by public fund.

    Google Translation : د پوھند دودیال ځواب مننه کوم. تاسو په مختلفو پلیټ فارمونو کې ډیر څه لیکئ. ستاسو سیاسي لیکنه زیاتره خنثی غیر موثر بی غاښ ده. ستاسو ټولنیزې لیکنې لکه ستاسو د کلي کیسې اکثره د تعصب انعکاس دي. او تاسو دومره محافظه کار یاست چې حتی اوسنیو مهمو مسلو ریشتینی برخی چې افغانستان به جوړوی یا ماتوی, ځان بالکل لری ساتی. مستوفي/مستوفيات او ورته موضوعات ستاسو د ورځې د ګرمو موضوعاتو انتخاب دی!
    په هرصورت، تاسو د کلي مشر نه یاست، مګر یو مشهور پوهاند یاست چې د خلگو د لاسونو خوله سره یی ترلاسه کړی.

    • سلام
      راخی چې دحسابی فرهنګ ،عدل او انصاف ،تعرفې او مالی معیار له مخې مستوفی وپېژنو؟
      فارسیوانو کې داخبره ډیره عامه ده وایی الله ، بلا درګردن ملا! خو اوس ملا په داګه تعلیم اوتربیه نقض کوی او انحصارته یې ټیل وهی پوهاند صاحب د مستوفی له څنګ له تولو مالی فکتورونو غلی محافظه کاری کوی پوښتنه داده چې پوهاند صاحب باید دمستوفیت بیروکراتیک ،بډې اخیستل، سوء استفادې، خیانت او حکومتی جنایت ته لږ اوډیر هم لاس اچولی وای خو نسبی ډډه یې کړې.پاتی شو د لوستونکو نظر ته احترام داسمه ده! چې دهرچانظر خپل دی خو رښتیا خبره داده چې حقیقت به وایو اوهغه داچې زموږ تولنه کې څوک مستوفی کیدلی شو یو مستوفی راوښیي چې داختلاس په ګډه /کڅوړه کې دوالی سره شریک تیر شوی نه وی یووالی راوښیی چې داهلیت اولیاقت پر اصولو برابرتاکل شوی وی او دستونز برخه………………. ..همدا علت دی چې دملګرو ملتو مرستیاله آمینه محمدمو دیارلسمې پېړۍ ته بیایی.
      مګر الله ج پردې تاکید نه دی کړی : ان الله یامر بالعدل والاحسان چېرې دی عدل او چېرې دی احسان دایره ؟ مستوفی خودواړه نه رعایتول او ددې مظلوم ولس وینی یې زبېښلې کاشکې دمستوفی سمبولیکه قره قلی هم یاده شوې وای!

      • سلام
        راخی چې دحسابی فرهنګ ،عدل او انصاف ،تعرفې او مالی معیار له مخې مستوفی وپېژنو؟
        فارسیوانو کې داخبره ډیره عامه ده وایی الله ، بلا درګردن ملا! خو اوس ملا په داګه تعلیم اوتربیه نقض کوی او انحصارته یې ټیل وهی پوهاند صاحب د مستوفی له څنګ له تولو مالی فکتورونو غلی محافظه کاری کوی پوښتنه داده چې پوهاند صاحب باید دمستوفیت بیروکراتیک ،بډې اخیستل، سوء استفادې، خیانت او حکومتی جنایت ته لږ اوډیر هم لاس اچولی وای خو نسبی ډډه یې کړې.پاتی شو د لوستونکو نظر ته احترام داسمه ده! چې دهرچانظر خپل دی خو رښتیا خبره داده چې حقیقت به وایو اوهغه داچې زموږ تولنه کې څوک مستوفی کیدلی شو یو مستوفی راوښیي چې داختلاس په ګډه /کڅوړه کې دوالی سره شریک تیر شوی نه وی یووالی راوښیی چې داهلیت اولیاقت پر اصولو برابرتاکل شوی وی او دستونز برخه………………. ..همدا علت دی چې دملګرو ملتو مرستیاله آمینه محمدمو دیارلسمې پېړۍ ته بیایی.
        مګر الله ج پردې تاکید نه دی کړی : ان الله یامر بالعدل والاحسان چېرې دی عدل او چېرې دی احسان دایره ؟ مستوفی خودواړه نه رعایتول او ددې مظلوم ولس وینی یې زبېښلې کاشکې دمستوفی سمبولیکه قره قلی هم یاده شوې وای!

  6. ښاغلی پوهاند دودیال صاحب
    سلامونه او احترامات
    ډیره ښه لیکنه په تیره بیا د نوی نسل ځوانانو لپاره مو په زړه پوری لیکنه کړیده. الله ج دیی ډیر آجرونه او عزتونه درکړی.
    په احترام

    ښاغلی حکیمی ته وایم که دغه لیکنی ستا له نظره په اوسنیو شرایطو کی ګټوری نه وی، ته حکیمی یی مه لوله. خو د نورو وګړو واک مه اخله. ځکه د پوهاند دودیال صاحب دغه ټولو علمی، اجتماعی او کلیوالی لیکنو ته مونږ ډیر ضرورت لرو.

    بله دا چه حکیمی ته وایم په د غه خپل کوڼ او ړوند نظر کی تغیر راوله، که زه لمړی تاسی ته ووایم چه په انګلیسی ولی تبصره لیکی په خپله پاړسو یا ستاسو په فکر په دوزخی ژبه یی ولی نه لیکی. شاید ته به ووایی چه دا ځما خوښه ده. خو مونږ هم تا ښاغلی ته وایو چه د پوهاند صاحب لیکنی ځمونږ خوښی دی.

  7. د ګران او منلی استاد دودیال د ښکلی لیکنی څخه په مننی سره؛
    که څه هم مستوفی او استفاء عربی ریښه او پراخ او څو اړخیز مفهوم لری خو زموږ د هیواد په دولتی _ رسمی تشکیلاتو کی بل ډول رول لری.
    مستوفی د معدودو دولتی کارکوونکو څخه شمیرا کیږی کوم چی تخصص باید ولری ( د اقتصاد د پوهنځی څخه د فراغت اسناد ولری او په حسابداری پوهیږی). د مستوفی ساب وظیفه دا وه یا ده چی د مرکز څخه د هر ولایت د رسمی مامورینو د معاشونو د تخصیص لپاره ور لیږل سوی روپی پر مستحقینو وویشی. د مستوفیت اداره فقط د ولایتونو په مرکزونو کی فعّاله وه. په مستوفیت کی د اختلاس د شتون د امکان کچه ډیره ټیټه وه ځکه د مالئی وزارت ته ئی باید د روپی روپی تصفیه او تسویه وړاندی کړی وای.
    بله دا چی کلونه کلونه مخکی ( اوس می هیر دی چی د مسکینیار تلویزیون ۇ که د خطاب ) د مرحوم عبدالرحمن جان پنوم یو کس هم تقریباً هره شپه یوه آزاده خپرونه درلوه کومه چی هر چا د هر څه په هکله خپل د نظر د بیان حق درلود او مرحوم عبدالرحمن جان هم یو جالب شخص ۇ او د هر ږغیدونکی هره خبره ئی د زړه له کومی ور تائیدوله.
    یوه فارسی ژبی اوریدونکی او لیدونکی هره ورځ د عبدالرحمن جان خپرونی ته زنګ واهه او فقط د امریکی د هیواد ستائنه ئی کوله او بس.
    چی دا کس به نو څوک ۇ؟

  8. سلامونه
    درندو وروڼو مبصرینو،په ټول احترام سره د هرچا خپل نظر ته
    زما په آند، د پوهاند صاحب بشیر دودیال موخه پخپله ژبه د افغاني ټولنې هغه شیان یا موضوعګانې له بلې زاويې راسپړل دي او خاصا نوي ځوان نسل ته؛ البته لکه ما زوړ نسل ته هم!!!؛هغه څه وليکي او اړین اصطلاحات تشریح کړي چې پخوانیو آکاډیمیسینانو،پوهاندانو او دانشورانو … پټ پرې اېښي دي او یا ېې په تکراري زړو ایراني ،انګلیسي ا.د.ن. مصطلحاتو ډک کړي او زده کړیالانو ته یی دیکته کړي .
    حکيمي ساب نپوهیږم کومه ډیګري لري او چیرته اوسیژي چې په پښتو/دري تاند کې تل تبصرې په انګلیش لیکي لکه ع.افغان ورور څې پورته ذکر کړې،دا خو خیر، د نورو پوهان صاحبانو یو څو لیکنې د دودیال استاذ په شان دې راوښيي؟؟.
    شریفزاد ورور محترم ته وایم چې دودیال صیب خو مفتي!!!! نه دی چې د مستوفیانو په باره کې لکه مفتي عثماني فتوا ورکړي.
    د هرلیکوال او علمي شخصیت باید درناوی وکړو نه د ملا عبدلباقي یا نادان ندیم او امثالهم….بې خلطې فیرونه!!!
    (انما یخشی الله من عباده العلماءو.) الآیه .

  9. First of all Pashtu is my favorite language and Abdul Rahman Jaan is dead, Got bless him.

    The main point was to remind Pohand Doodeyal that he could do much better than constantly producing conservative, neutral, Shaa-Kwiee-Bad-Makawie topics.

    After all, he is not the chief of a village but a well known educated Pohand funded by public and its time to pay back better.

    The following is an example that Pohand Saab in his own choice of topic, can’t even NAME THE REAL perpetrators causing Fatalism in Afghanistan . The main reason for calling him neutral!
    فتالیزم ….، بلکې د وخت په اوږدو کې د یوشمیر
    استفاده جو, آسانچارو او دوکه مارو له خوا دود او پر خلکو منل شوی دی.

  10. ټولو درنو دوستانو او ټولو لوستونکو السلام علیکم !
    په دې دومره نظرونو اول حیران او بیا ډیر خوښ شوم. ستاسو هر یونظر ته درناوی لرم. خصوصاً حکیمی صاحب خو ما څخه د کلی ملک هم جوړ کړ.
    دحکیمی صاحب لیکنه ګوګل ښه نده ترجمه کړی. نورو دوستانو څخه مننه
    پخوا ما ډیر ې لیکنی له انګلیسی ترجمه کړی وی، ډیری نوری می په جاری وضعیت اویا د طبیعی منابعو په هکله لیکلی وی، خو اوس متوجه شوم، چی دمستوفی او مستوفیت ه شان مسایل بحث پاروونکی دی
    زه وهڅول شوم چی وروسته تر دی د نورو موضوعاتو ترڅنګ دا ډول مسایل ولیکم بل ځل به د میرزا او میرزایی په هکله او بل ځل به د ملک صاحبانو او ملکی په هکله لیکنه وکړم، ایا جالب او په زړه پوری ندی ؟

  11. محترم پوهاند صاحب او خواږه کامنټ لیکونکو وروڼو
    السلام علیکم و رحمت الله۰
    الله رب العزت مو په قلمونو او عمرونو کی خَیرونه ډیر کړه۰
    دا به د حدیث شریف مفهوم وی چي ؛ زده کړه یا ورزده کړه او دریم مه اوسه۰
    دودیال صاحب د معیاری او سالم تعلیم و تربیت له خزانی نه ملغلری راټولوی،د وخت تقاضا،ارتباطات،طرز افاده او ښکلی کلامی تسلسل په ماهرانه انداز کی هم پوهه غواړی او هم اخلاص ،او په ډیره مینه غواړی لوستونکو ته څه ور زده کړی،الله ج دډی صدقی او قلمی جهاد
    کامل اجر ټولو ته ورکړی۰
    محترم پوهاند صاحب ،مستوفی راوپیژاند او د میرزا او ملک په اړه یی نظر غوښتی،زما عرض دا دی
    چي پرونی سړی نه پیدا کیږی یعنی هغه اخلاص او مینه د خدمت لپاره منحیث عبادت،الهی
    ارزښت لری هغه هم د معیاری مومن افغان مستوفی ،میرزا،ملک او نور چی له انسانیت،صداقت،
    اخوت او شرافت سره تړلی او د سابقون د بی ریا نړی اتلان او محسنین رایادوی ټولی ښی خاطری او د مومنو امراوو یاد تازه کوی او کیدی شی په ژوند باندی اصلاحی اثر ولری او د سلف صالح لار راژوندی کړی۰
    امید چي د شیروشکر کلماتو له کارولو خسته شوی نوی
    د ورورولی او اخوت د بیا احیاء په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب