Homeخبرونهننګرهار کې په لومړي ځل د پروسټاټ يو خطرناک عمليات بریالی شو

ننګرهار کې په لومړي ځل د پروسټاټ يو خطرناک عمليات بریالی شو

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شپږمه)‏ ‏د ننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون کې په لومړي ځل د اندويورولوژي سيستم په واسطه د يو ناروغ د پروسټاټ عمليات چې تر ۷۰ ګرامه غټ شوی و درملنه وشوه.

عملیات کوونکی ډاکتر پوهنيار حسرت وفاق وايي د نارو پروسټاټ ۷۰ ګرامه غټ شوی وی، چې مثانه کې يې ۲ سانتي تيږه وه او له امله يې د ناروغ تشې متيازې بندې شوې وې.

نوموړی وايي چې د خپل ټيم په همکارۍ يې په اندویورولوژي سیستم پروسیجر ترسره کړ، له مثانې یې تیږه را بهر، د تشو ادرارو بندوالي ستونزه یې حل او ناروغ له یوې ورځې بستر وروسته په مطمین ډول له روغتون څخه رخصت شو.

ډاکتر وفاق وايي چې تر دې وړاندې د پروسټاټ عمليات په خلاص ډول او سخت پروسيجر تر سره کېده چې ناروغ به لږ تر لېږه يوه اوونۍ بستر کېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...