Homeخبرونهد ایکو غونډه؛ ط-ان پکې نه وو، د ټول ګډونه حکومت غوښتنه...

د ایکو غونډه؛ ط-ان پکې نه وو، د ټول ګډونه حکومت غوښتنه ورڅخه وشوه

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شپږمه)‏ د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان ( ایکو) ۲۶ مه غونډه ق ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې تر سره او په افغانستان کې ېې د ټول ګډونه حکومت غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو ګډون کړی و.

د افغانستان حاکم رژیم، چې نړیوال ېې په رسميت نه پيژني، په غونډه کې

 نه و بلل شوی.

راپورونه وايي، چې د ابکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د سږنۍ غونډې پر مهال په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړولو او د افغانستان له لارې د ازبکستان‌ـ‌‌پېښور ترمنځ د اورګاډي پټلۍ پروژې په اړه بحث شوی دی.

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، د سیاسي ستونزو له کبله افغانستان ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې، خو هېواد کې د اقتصادي پروژو پلي کېدو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د هغه په وینا، د طالبانو اداره د هغو پروژو د امنیت ټینګښت ته چمتو ده، چې له افغانستانه تېرېږي.

طالبانو د ایکو سازمان د غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي، خو د ټول ګډونه حکومت او په افغانستان کې بشري او ښځينه حقونو د تامين په اړه ېې د نړیوالو نورې غوښتنې په خپلو چارو کې لاسوهنې ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...