شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+فريب که تصادف؟ | ساده حیدرخېل

فريب که تصادف؟ | ساده حیدرخېل

کله کله موږ ته يو څوک فريب/دوکه راکړي خو موږ فکر وکړو چې دا يو تصادف و/ د‌ کليوالو په اصطلاح د خدای خوښه وه.
خو داسې نه ده. موږ بايد دقيقاً د دوکې او تصادف تر منځ توپير وپېژنو او بيا پرېکړه وکړو چې دا يو تصادف و که دوکه؟
په پرمختلليو ټولنو کې د وروسته پاتې ټولنو پرتله تصادفات کم وي. دا ولې؟ علتونه يې زښت ډېر دي خو يو څو به يې دلته ياد کړو: ۱، اساسي علت يې ناپوهي ده؛ کله چې څوک د‌ دوکې او تصادف په توپیر نپوهيږي نو بيا د خپلو باورونو له‌مخې تصادف يا دوکې ته نور مختلف نومونه ورکوي، مثلآ وايي چې دا اعجاز يا کرامت و، هغه کار به په حقيقت کې کرامت وي خو وايي به چې تصادف و، يا به په حقيقت کې دوکه وي خو دی به يې تصادف گڼي.
مثلآ يو وخت د ولسي جرگې يوه وکیله د‌ يو چا بې وزله او بې وسطې انسان په کوم کار پسې تله خو تر تګ مخکې يې درې واره ايت الکرسي لوستلې او د ورځې په جريان کې خپلې موخې ته رسيدلې، بيا يې کېسه کوله چې نه پوهېږم دا به د ايت الکرسي کرامت وي که تصادف چې په هغه ورځ ډېر سخت کار راته اسان شو؟!
دې اغلې يو څه عارفانه تجاهل کولو، يعنې د کرامت لپاره يې تصادف کلمه قصدن کاروله چې ته وا دا په حقيقت کې يو تصادف و.
خو دلته اصلي خبره دا ده چې موږ کرامت هم نه پېژنو که پېژندلی مو نو بيا مو دا ډول چم له الفاظو سره نه کولو، کله چې د يو محتاج او مجبور انسان حاجت پوره کول د ورځې تر روژې او د شپې تر عبادت زيات اجر لري نو دا په دې مانا چې په دې کار کې له تاسره الله‌تعالي تر هغه حالته قوي مل دی چې ته د ضروري خدمت پر ځای عبادت کوې، په‌ کار کې د الله‌تعالی ملګرتيا او دا عقيدوي حالت تاته تر ټولو غوره فزيکي او اروايي ځواک در په برخه کوي او د‌ کار په مخکې دې خنډونه بيا کله درتم کېږي، دې حالت ته موږ عادي ورځنی حالت ويلی شو يعنې کوم خارق‌العاده حالت نه دی چې موږ د کرامت ګمان پې وکړو.
۲، د چاپېريال تاثير؛ که موږ په يو داسې پرمختللي چاپېريال کې اوسېږو چې هلته قوانين او اصول حاکم وي نو موږ به په ژوند کې له قانوني او اصولي برخورد سره مخامخ کېږو، څوک به دوکه نه شي راکولی، که څوک د دوکې کولو هڅه کوي نو موږ به قانون او اصول ورته مخکې کو، مثلآ يو سړی به نه شي کولی چې د قانون او اصولو پرته ځان ته ډاکټر ووايي او کلنيک يا درملتون جوړ کړي.
يا مثلا‌ که يو ډاکټر تاته ووايي چې پرته له کومو ټېسټونو ستا نوم دغه کمپيوټري ماشين ته ورکوم چې ناروغي دی مالومه شي يعنې دغه ماشين يوازې د‌ نوم په ورکولو ستا هر ډول ناروغي مالوموي نو داچې ته په يو قانوني او اصولي چاپېريال کې ستر شوی يې نو سملاسي طبي اصول او قوانين چې تا بار بار پخپل چاپېريال کې زده‌کړې ورمخکې کوې او ډاکټر پخپله خبره کې ماتوې.
کله چې موږ په يو غيرقانوني او غیر اصولي چاپېريال‌ کې ستر شوي يو او خپله ناپوهي راته وروستۍ پوهه برېښي نو حتمي به مو د‌ موضوعاتو په اړه نظريه او پرېکړه هم وروستۍ وي، د خپلو ړنډو باورونو او ناسمو فکرونو له مخې به خپلې تېروتنې په خدای او نصيب ور اړوو، کرامت ته به تصادف وايو، تصادف ته‌ کرامت، دوکې ته به نصيب وايو او نصيب ته به پرته له کوم علمي تدبيره او پرته له علمي فکره تسليم تسلیم و.
په فريب او تصادف کلمو کې عجيب لفظي اعجاز پټ دی، د فريب کلمې په سر کې د (ف‌) توری راغلی مخکې له دې چې د (ر)  توری ووايو د (ف) توري لپاره شونډې داسې په خاص انداز سره راټولوو چې فقط د شونډو سرونه سر ولګي او د (ف) غږ وباسي مطلب داچې د (ف) توري لپاره د يو خاص تجربه شوي پلان له‌مخې غږ ورکو.
کله چې څوک چاته فريب ورکوي د فريب ترشا يو تجربه شوی پلان موجود وي، د‌ فريبوتو وروسته څېړنو ښودلې چې دا کار د يو اساسي او خاص پلان له مخې شوی،
په همدې ډول د فريب کلمه‌ د (ب‌) په توري ختمېږي چې د (ب) توري په ادا کولو سره شونډې بندېږي او ساه هم نه راوځي.
 يعنې کله چې فريبکار چاته فريب ورکړي نو دی معمولا ځان داسې ناګاره او غلی ونيسي چې حتا د موضوع په اړه ساه هم نه باسي ته‌وا په دې ډول خپل فريب ته د پلان له‌مخې د قسمت نوم‌ ورکوي يعنې فريبکار دا کار تر فريب وروسته کوي لکه د فريب کلمې په پای کې چې د (ب) په توري خوله او شونډې بندې شي.
بل پلو د تصادف کلمې د پيل توری، دويم او درېيم توری په پرانيستو شونډو له ډېر نږدې مخرجونو پيلیږي چې بيخي متصل او زر ويل کېږي، په حقيقت کې د تصادف د پېښېدو په سلسله کې هم کارونه ډېر نږدې او متصل وي خو زموږ ورته پام نه وي لکه دغه د تصادف کلمې توريو ته مو چې پام نه و، يعنې په تصادف کې کارونه ظاهراْ زموږ تر نظره پټ او تر فکره مو يو څه پراخ وي خو موږ ته فقط د تصادف په وخت کې ښکاره شي، مطلب داچې د تصادف تر پېښېدو وروسته زموږ فکر لږ ژور او نظر يو څه پراخ شي.
د تصادف کلمې په پای کې د (ف) توری راغلی، کله‌ چې له تصادف سره د‌ مخ کېدو په پای کې موږ حيران شو، د تصادف په اړه فکر وکړو يعنې فکر مو ژور لاړ شي، نظر په واچو يعنې نظر مو يو څه پراخ شي نو موږ وايو چې کاش دا کار مو داسې نه وی کړی او داسې مو کړي وی مطلب د يو خاص، تازه زده‌شوي او ضروري پلان ارمان او خبره وکړو لکه څنګه چې د زده‌‌شوي عادت له‌مخې د تصادف کلمې په پای کې هم د (ف) توری ادا کول خاص‌انداز او تجربه شوی پلان غواړي.
نو د فريب او تصادف تر منځ توپير همدا ډول باريک دی.
د فريب لپاره مخکې له مخکې فريبکار د‌ عادت له‌مخی يو پټ پلان ترتيب کړی وي خو په تصادف کې مخکې له مخکې د کوم انساني پلان درک نه لګیږي، البته کېدی شي چې خالق کائنات داسې منظم کړي وي چې معمولا تصادفات زېږوي، حيراني پيدا کوي، بيا همدا تصادف تر حيرانۍ وروسته د پلان ارمان درکوي:
پوهه که د ژوند په نيمگړتياو شوې
دومره به حيران شې چې هوښيار به شې.
حمزه بابا رح
او تر تصادف وروسته ته وايې چې که بيا داسې کوم کار کوم نو په يو داسې پلان سره به یې کوم کوم چې مې نن زده‌ شو او سخت ورته ضرورت و يعنې يو ډول زده‌کړه درکوي، خالق د پلانونو اهميت درته تشريح کوي، په دې ډول خپل تدابير او پوهه درته ښيي، دا يو ډول عرفاني‌معرفت هم گڼلی شو.
مطلب د فريب او تصادف په کلمو کې چې د (ف) توری کوم پټ مشترکات لري هغه د دغو دوه کلمو په فعلونو کې هم پټ شته نو ځکه يې څوک په اسانۍ سره توپير نه شي کولی.
خو د دغو دواړو حالتونو تر شا چې څوک څوک دي د هغوی موخې څرګند توپير سره لري مثلآ انسان فريب د ناجايزو گټو؛ د‌ پردي مال او عزت د لوټلو لپاره کوي خو د خالق کائنات تصادفات د پوهې، تدبير او معرفت لپاره پېښوي اګر چې ظاهرا به تاواني هم بريښي.
2023-01-25
د شپې 2 بجې 40 دقيقې. خوست، حيدرآباد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب