چهارشنبه, اپریل 17, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح د پمپیو کتاب او پر ولسمشر غني ېې تورونو ته...

امرالله صالح د پمپیو کتاب او پر ولسمشر غني ېې تورونو ته توند غبرګون وښود

تاند:( چارشنبه، د دلوې پینځمه)‏ د افغانستان د پروزل شوي جمهوري نظام لومړي مرستيال امرالله صالح د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو تازه خپور شوي کتاب ته، چې پر بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني توندې نيوکې پرې شوې وی، غبرګون وښود.

مايک پمپیو لیکلي، چې ولسمشر غني د سولې خنډ و او په دې تعبير، چې سولې بهیر به ېې له واکه لیرې کړي، د دغه بهير پر وړاندې مخالفت کاوه.

امرالله صالح د پمپیو په غبرګون کې ویلي، چې د هغه کتاب له دروغو ډک دی.

د صالح په وينا، ولسمشر غني د سولې بهير د برياليتوب لپاره د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د وخت نه مخکې ټاکنو چمتووالی ښودلی و، خو طالبانو ټاکنې د خپلې نابودۍ په مانا بللې او لا یې بولي، ځکه د ده په وينا ټاکنو ته غاړه نه ږدي.

صالح امریکا متحده ایالات تورنوي، چې ارزښتونه ورته بې ارزښته شوي وو او دې ته يې بېړه وه، چې پاکستان سره په پټه معامله ژر افغانستان طالبانو ته تسليم او خپله راتلونکو لويو جګړو ته ځان چمتو کړي.

د ولسمشر غني لومړي مرستيال امریکا په دروغ ويلو تورنه کړې او ویلي:« کوم زبر ځواک، چې دروغ ووايي زبر ځواک نه؛ بلکې لوی دروغجن وي.»

 د صالح په خبره، د ولسمشر غني لويه تېروتنه پر لويديځ ډېره تکيه وه او افغانستان له دې امله سیمې سره په اړيکو کې لويه بیه پرې کړه.

 هغه له دې سره زياتوي، چې د طالبانو واک ته رسول حل لاره نه وه، ځکه په خبره يې دغه ډله اوس د ټولو د خجالتۍ سبب شوې ده.

امرالله صالح وايي، چې امريکا اوس په خیالي خبرو د خپلې مخ تورۍ د مخنيوي هڅه کوي او افغانستان غواړي ريشخند کړي.

هغه دا هم ويلي، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته ولسمشر غني سره هيڅ ډول اړيکې نه لري، خو د لويديزوالو او په خاص ډول د امريکايانو د دسيسو افشاګري يې د کوم شخص د دفاع په مانا نه ده.

صالح دا هم ویلي، چې د ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د ټليفوني خبرو پر مهال حاضر و، چې بلینکن د افغانستان اساسي قانون نور بې مانا وباله.

خپله ولسمشر غني د مایک پمپیو نيوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. د ستاينې وړ ياست.
    امريکا هر ځای کې غول کړي او پاک کړي يې نه دي.
    پاکستان ولسمشر کرزی هم ولسمشر اوباما يعنې امريکا ته بدنام کړ او ولسمشر غني يې هم، خو غني د دې بېحيا انسان په خوله هېڅ نه کيږي. ده خپله – خپله لمن په سر رااړوي او خلکو ته يې لا لوڅوي.
    ولسمشر غني لعل دی او لعل په ايرو کې نه پټيږي.
    هغه د دوی غوښتنې چې جنګ ته تداوم وو تن ورنه کړ. ځان يې بدنام کړ، خو تاريخ به پرې يو وخت قضاوت وکړي چې هېواد يې له بيا کورني جنګ څخه وژغوره او مسووليت يې يو واحد لوري ته په غاړه کې ورواچوه. اوس دا اوسني واکمنان نر شي او مخته دې يې يوسي، خو خبره ترې خرابه شوه او له زده کړې سره يې ناباندي راواخېسته. د زده کړو مخنيوی هم د نورو په واک کې دی او طالبان څه نه شي کولی.

  2. ډیر منطقي او په ځای غبرګون امرالله صالح ښودلی ده. رښتیا نړیوال یرغلګر سي د افغان ولس په وینو یې لاسونه سره وه دوهمه طوطیه یې همدا وه سي ددجال پنجاب په مشوره یې افغان ولس د قاتل جاهل او افغان ولس دښمن طالب ته هیواد تسلیم او زموږ ارزښتونه یې تر پښو لاندي کړل. دغه د بشریت دښمنان اوس په سپین سترګې ټولې خپلې د بشریت ضد کړنې په ړنګ کړي حکومت تپي. لمر په دوو ګوتو نه پټیږي د یرغلګرو جنایتونه به هیڅوک هیر نکړي.افرین د امرالله صالح په رغانده دریځ او میړانه 👍

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب