Homeخبرونهحنا رباني او کابلوف د افغانستان په اړه خبرې او بحثونه کړي

حنا رباني او کابلوف د افغانستان په اړه خبرې او بحثونه کړي

تاند:( چارشنبه، د دلوې پینځمه)‏ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اسلام اباد ته د سفر پر مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې حنا رباني کهر سره د افغانستان په اړه خبرې او بحثونه کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې په دې خبرو کې د افغانستان حاکمې ډلې سره د اړیکو د اړتيا او د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د غونډو او پروګرامونو په اړه بحثونه کړي.

ويل شوي، چې دواړو لوريو په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره پر ګډو هڅو هم ټينګار کړی.

د روسیې ځانګړي استازي تېره اونۍ په نيږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د سيمې د هېوادونو په ګډون د يوه نړيوال مرستندوی کنفرانس د جوړېدو خبر هم ورکړی و.

2 COMMENTS

  1. هغه د ماکیاولي . دیزرائیلي ، و. چرچل ، هتلر ، موسولیني او نورو کسانو کتابونه دي چې د هغو له برکته دوی په نړیوال سیاست او اړیکو کې تر مونږ زیات بریالي دي .
    زمونږ ملا متقي چې له نړیوالو هئیتونو سره کیني ، الحمدالله اوقل هوالله ورته وایی او بیا کنز شریف ، متول شریف ورته را خلاص کړي . دی فکر کوي په تعویذونو نړیوال سیاست مخ ته ځي .
    جاپاني هئیت ته وایی چې افغانستان او جاپان خو په یوه ورځ آزادي اخیستي ، له همدې کبله مو بیرغونه سپین دي .
    جاپانی ورته وایی ، ځه ورک شه مونږ په طول د تاریخ کې آزاد ملت وو او هیچا مستقیما نه یو اشغال کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...