Homeخبرونهذبیح الله مجاهد: د اقتصادي ستونزو له امله نه سقوط کیږو

ذبیح الله مجاهد: د اقتصادي ستونزو له امله نه سقوط کیږو

تاند:( چارشنبه، د دلوې پینځمه)‏ د طالبانو د حاکمې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د ‎ملګرو ملتونو د مرستو د څار ادارې اوچا هغه ادعا ناسمه ګڼلې، چې ګواکې د اقتصادي ستونزو له امله به د دوی حاکميت سقوط وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی ژورې ولسي ریښې لري او پر بهرنیو مرستو متکي نه دي، چې د اقتصادي ستونزو له امله به سقوط شي.

‏د طالبانو د ویاند په وینا؛ د دوی حاکميت ژمن دی چې د هېواد ټولې اقتصادي سرچینې بېرته ژوندۍ او اقتصاد ترمیم کړي .

د هغه په وينا، په تېر یوه نیم کال کې یې هم ستر ګامونه اخیستي چې لا دوام لري.

مخکې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفير منير اکرم هم د اقتصادي ستونزو له امله د طالبانو د رژيم د سقوط او داعش ډلې سره ېې د جنګیالیو د يو ځای کیدو وړاندوينه کړې وه، خو طالبانو نوموړي ته غبرګون نه و ښودلی.

1 COMMENT

  1. د ظلم، وحشت او بی عدالتۍ له امله به خامخوا سقوط کیږۍ. څکه چی هیڅ استبدادی او د جبر او ظلم په بنیاد ولاړ رژیم بقا نه لری. او بیا تاسو خو داسلام د سپیڅلو شعارونو لاندی د بی عدالتۍ، وحشت، استبداد او تور جهالت ټول سرحدونه د خپو لاندی کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...