شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهسړې هوا په افغانستان کې ۱۵۰ تنه مړه کړي

سړې هوا په افغانستان کې ۱۵۰ تنه مړه کړي

تاند:( چارشنبه، د دلوې پینځمه)‏ د پېښو پر وړاندې د طالبانو د رژيم د چمتووالي وزارت د وروسستي سوړ موسم له امله په هېواد کې د شاوخوا يو نيم سل تنو د مړينې خبر ورکړی.

‌د دغه وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي ویلي، چې تر اوسه د دغو پېښو له امله ۱۵۷ تنه مړه شوي دي.

د طالبانو اړوند وزير مولوي محمد عباس اخوند ويلي، چې د واورو د وروستیو ورښتونو په پایله کې مرکزي ولايتونو سره اړيکې پرې شوې دي.

طالب چارواکو ويلي، چې د سختې يخنۍ له امله ډېر تلفات په غره ييزو سيمو کې دي او مړه شوي کسان هم تر ډېره شپانه او له روغتيايي خدمتونو څخه نور بې برخې خلک دي.

ملګرو ملتونو ويلي، چې سخته يخني او د لارو بندښت به د افغانستان يو شمېر سيمو ته د بشري مرستو استول وننګوي.

د‌ افغانستان تر ۲۸ ميليونه پورې خلک د سخت فقر زيانمن شوي او د عاجلو مرستو مستحق ګڼل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب