پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهسل ميليونه نوې افغانۍ بازار ته وړاندې شوې

سل ميليونه نوې افغانۍ بازار ته وړاندې شوې

تاند:( چارشنبه، د دلوې پینځمه)‏ د افغانستان بانک لپاره د طالبانو چارواکو ويلي، چې سل ميليونه نوې افغانۍ يې نن بازار ته وړاندې کړي دي.

د‌ بانک په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دغو افغاني بانکنوټونو په مقابل کې به له بازارونو څخه زاړه بانکنوټونه را ټول کړل شي.

ویل شوي، چې په بازار ته وړاندې شويو پيسو کې تر ډېره واړه بانک نوټونه شامل دي.

. افغانستان بانک د زړو او نويو افغاني بانکنوټونو د تبادلې ادرسونه نه دي مشخص کړي.

په بازار کې د زړو افغانیو زياتيدل له څو کلونو راهيسې يوه عامه ستونزه وه.

د جمهوري نظام په وروستيو کلونو کې چارواکو د نويو بانکنوټونو د چاپ د پلان خبر ورکړی و.

څو مياشتې مخکې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ اعلان وکړ، چې هېواد ېې د طالبانو رژيم ته نوي بانک نوټونه چاپ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب