جمعه, اپریل 19, 2024
Home+دا (۱۵) عادتونه پرېږدئ

دا (۱۵) عادتونه پرېږدئ

ژباړه: خالد سیدي

موږ ټول ځینې ناړه عادتونه لرو، لکه له اوو ساعتونو کم خوب کول، خپل نوکان په خوله ماتول، تمرین نه کول او…

ډیر داسي عادتونه شته چې موږ ته زیان لري، لیکن زیات نور یې داسې دي چې موږ یې ترسره کوو، لیکن پر دې نه پوهېږو چې زموږ د بدن لپاره څومره خطرناک دي. دلته مو د شلو هغو عادتونو لیست برابر کړی چې د روعتیا لپاره مو تر نورو عادتونو ډېر ضرر لري.

له اوو ۷ ساعتونو کم خوب کول

زیاتره خلک په دې فکر کې دي چې د ورځې لخوا لږ خوب کول د شپې تر ناوخته وېښ پاتې کېدل، ښه دي. همدارنګه زده‌کوونکي د ازموینې په شپه تر ناوخته پورې وېښ پاتې کېږي، په دې سره به د دوی خوب پوره نشي او ازموینه کې به بې خوبه ناست وي، چې دا کار هم دوی ته خورا زیات تاوان رسوي. که چېرې تاسو تر ډېرو ورځو پورې له اوو ۷ ساعتو کم خوب وکړئ، زیات امکان لري چې تاسو بدن معافیتي سیستم او د بدن نور اجرائت له لاسه ورکړئ. کله چې ستاسو معافیتي سیستم کمزوری شي، عادي ناروغۍ به شخص په ناروغۍ مصابولی شي. پکار ده چې هر شخص په شپه او ورځ کې له اوو ۷ څخه تر اته ۸ ساعتونو پورې خوب وکړي.

منفي فکر کول

مثبه اوسئ، نو هر څه به سم وي، مثبت‌توب هر څه دي، دغه شان جملې موږ هره ورځ اورو. مثبت‌توب تعصب نه دی، بلکې زموږ د صحتمند بدن لپاره ضروري ګڼل کېږي. هغه شخص به همېشه ذهني ستړیا لري، چې ملګري نه لري، په ژوند کې له ډېرو مشکلاتو سره مخ وي او همداسې نور… دغه دوامداره ذهني ستړیا هم ستاسو معافیتي سیستم کمزوری کوي.

تر ډیره وخته ګوشي په غوږونږ کې ساتل

زیاتره خلک شته چې تر ډېره وخته د ویډیو لېدلو او اډیو اورېدلو لپاره په غوږونو کې ګوشي لګوي. د ضرورت شی دی، استعمال یې کړئ، خو داسې نه چې په دوامداره توګه مو په غوږونو کې اېښي وي او عادت مو وګرځي. دغه کار به مو د اورېدو حس کمزری کړي، او د وخت په تېرېدو سره به له لویو مشکلاتو سره مخ شئ. کله چې مو د ضرورت پر وخت استعمالولې، نو په یاد ولرئ چې اواز یې کم کړئ.

تر ډېرې مودې په کووچ یا چوکۍ کې کېناستل

تر ډېرې مودې پر چوکۍ کېناستل او یا هم ځینې خلک کله چې په رخصتۍ لاړ شي، نو تر ډېره وخته په کور کې ناست وي چې دا کار مو هم صحت ته زیان رسوي.که تلویزون ته تر ډیرې مودې کېنئ نو زیات امکانات شته، چې تاسو به د زړه او سترګو تکلیف سره مخ شئ. دغه کار به مو تنبل کړي او له زیاترو نورو روغتیایي مشکلاتو سره به مخ شئ.

خپل دروند بیګ له ځانه سره هر ځای ته وړل

موږ ټول دا خوښوو چې هر څه له ځانه سره یو ځای یوسو، په خپل بیګ کې. له دوا څخه تر سر تیلو پورې موږ ضرورت لرو، چې هر ځای یې له ځانه سره یوسو. په یاد ولرئ، هېڅکله هم له ځانه سره اضافي مواد په بیګ کې مه ګرځوئ، ځکه دا ستاسو اوږې او ملا ستړي کوي. کېدای شي په دې سره ستاسو غاړې یا ملا ته اوږدې مودې لپاره زیان ورسوي. نو په دې وجه له زیاتو شیانو ډک بیګ له ځانه سره هر ځای مه وړئ.

له سینګار سره ويده کېدل

زیاتره وخت مېرمنې له خوشحالۍ وروسته کور ته ستړې راشي او له سینګار سره ویدې کېږي. دغه کار مو پوستګي ته زیان رسوي. همدارنګه له سترګو سینګار نه لېرې کول هم سترګو ته زیان پېښولی شي، ځکه سترګې یو له حساسو غړو څخه دي.

زیات خوراک کول، حتی که وږي هم نه یاست

کله چې ستاسو د خوراک وخت معلوم نه وي، ستاسو د بدن وږي کېدو حس له منځه ځي. دا په هغه وخت کې منځته راځي، چې تاسو وږي نه یاست او تاسو خوراک کوئ. دغه کار ستاسو زړه، معدې او نور داسې ډېرې ناروغۍ منځته راوړي.

سګریټ او د نورو نشه‌يي توکي استعمالول

موږ او تاسو ټول پر دې پوهېږو چې نشه‌يي توکي زموږ صحت او ژوند ته لوی زیانونه اړوي، حتا که د ورځې یو سګریټ هم وي. دغه کار مو نه یوازې ژوند بربادوي، بلکې د نورو په نظر کې هم یو کثیف انسان ښکارئ.

درواغ ویل

تاسو ته به بهتره معلومه وي، چې درواغ له لویه ګناه ده او هم دا ستاسو پر صحت ناوړه اغېزې لري. دا ځکه کله چې درواغ وویاست، نو تاسو ته تشویش پیدا کېږي چې داسې نه چې رسوا شئ. د وخت په تېرېدو سره مو سردردي پېدا کېږي، تشویش مو زیاتېږي او هم نور زیات روغتیايي مشکلات منځته راوړي.

سهارنۍ پرېښودل

د ورځې په جریان کې سهارنۍ تر ټولو مهم خوراک ګڼل شوی. که چېرې تاسو په دوامداره توګه سهارنۍ پرېږدئ، نو ستاسو پر میتابولېزم سیستم او انرژي ذخیره کېدونکي حجرواتو ناوړه اغېزه کېږي. سهارنۍ زموږ په بدن کې کاربوهایدریت، پروټین او شحم زیاتوي، چې د بدن لپاره په کافي اندازه خورا مهم دي.

په خوله نوکان ماتوول

زیاتره خلک خپل نوکان په خوله ماتوي، او دا یې عادت ګرځولی. ځینې خلک شته، چې د غوسې پر وخت خپل نوکان په خوله ماتوي. دغه عادت مو نه یوازې دا چې په شخصیت مو ناوړه اغېزه کوي، بلکې ستاسو صحت ته هم خورا زیات زیان رسوي، ځکه کله چې تاسو په خوله نوکان ماتوئ، په نوکانو کې مو مختلفه ګندګي نښتې وي چې ستاسو بدن کې مختلفه قسمه ناروغۍ منځته راوړي، لکه نزله، زکام او نور…

تر ډېرې مودې کوروالی نه کول

تر ډېرې مودې له خپلې مېرمنې سره کوروالی نه کول زیات زیانونه اړوي. تر ډېرې مودې کوروالی نه کول ستاسو ذهن خرابوي او د وخت په تېروېدو سره مو له نورو مختلفو ذهني مشکلانو سره مخ کوي.

په تېزۍ خوراک کول

زیاتره خلک خپل خوراک په پنځه دقیقو کې خلاصوي، پرته له دې چې په خوله کې یې ښه میده کړي له خولې یې تېروي. دغه عادت مو له مختلفو تکلیفونو سره مخ کوي، لکه د بدن ګاز، نس دردي، نس پړڅېدل او نور داسې روغتیايي مشکلات. نو کوښښ وکړئ، چې د هرې ګولې په اچولو سره یې ښه میده کړئ او خوراک مو کم تر کمه په شل ۲۰ دقیقو کې خلاص کړئ.

په ناصحي اړیکو اخته کېدل

کله چې تاسو پوه شوئ، چې اړیکه مو بې مینې ده او بې خوشحالۍ ده، دا ښه خبره ده چې پرېږدئ. کله چې تاسو داسې اړيکه درلوده چې تاسو پکې خوشحاله نه یاست او خپګان درته رسوي، نو دا کار به مو صحت ته لوی زیانونه واړوي. دغه شان اړيکه ستاسو معافیتي سیستم کمزوری کوي او هم مو له فشار ناروغۍ باندې اخته کوي.

د مخ دانو یا داغونو په اړه ډېر تشویش کول

زیاتره نجونې د بدن د پوستکي په اړه ډېر فکر کوي. دوی داسې پوستکی غواړي، چې هېڅ داغ ونه لری. د تشویش په دغه وخت کې دوی د پوستکی په دانو او داغونو لاس وهي، په دې سره به مو دغه دانې او داغونه چې په اړه یې تاسو فکر کوئ زیاتې شي.

پورتنۍ ټول هغه ناوړه عادتونه دي چې موږ او تاسو ورسره مخ یو، خو پر ضرر یې نه پوهېږو. زه هیله لرم چې تاسو به له پورتنۍ لیکنې ډېر څه زده کړي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب