چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهبلخ : د ۱۳۳ ښځو په ګډون ۱۱۴۳ تنه په بېلابېلو تورونو...

بلخ : د ۱۳۳ ښځو په ګډون ۱۱۴۳ تنه په بېلابېلو تورونو نیول شوي

تاند:( یکشنبه، د حمل ۱۳ )  د بلخ لپاره د طالبانو د رژیم امنیتي چارواکي وایي، چې تیر کال یې د قتل، غلا، اخلاقي فساد، اختطاف، انساني قاچاق، جعل او تذویر، فریبکاري، الکترونکي او ځوانانو اړوندو جرایمو په تور (۱۱۴۳) تنه چې (۱۳۳) یې ښځینه دي دي نیولي دي.

د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري ویلي، چې دغه کسان له لومړنیو څیړنو وروسته د طالبانو عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر خلک او نړیوال بنسټونه د طالبانو د رژيم نیونې شکمنې بولي او پکې د شفافیت د نه موجودیت شک لري.

د طالبانو منتقدین دوی تورنوي، چې خپل مخالفان په بېلابېلو نومونو نیسي، مجازات کوي او حتا د بدنامولو لپاره یې توطیې او دسیسې جوړوي.

طالبان بیا په دې اړه تورونه نه تاییدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب