جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهروسیه: امریکا په افغانستان د خپلو جنګي جنایتونو د څېړلو مخه نیسي

روسیه: امریکا په افغانستان د خپلو جنګي جنایتونو د څېړلو مخه نیسي

تاند:( یکشنبه، د حمل ۱۳ )  د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې “ماریا زاخارووا” په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د جرمونو نړیواله محکمه (هیګ) د امریکا اطاعت کوي او له همدې امله یې په افغانستان او عراق کې د ناټو د ترسره شویو جرمونو څېړنه له پامه غورځولې ده.

نوموړې ناټو او امریکا متحده ایالات تورن کړل، چې په افغانستان کې د پوځي حضور پر مهال یې په پراخه کچه افغان ملکیان ووژل، خو اوس یې په اړه ځواب نه وایي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني هم امریکا په افغانستان کې په جنګي جنایتونو تورنه او د دغو ادعا شویو جنایتونو د نړیوالې څېړنې غوښتنه یې وکړه.

یو شمېر افغانان باور لري، چې د دوی د وژنو جنایت روسانو، امریکایانو، طالبانو او ډېرو لوریو کړی، خو اوس د دغو جنایتونو د څېړلو په نوم بیا بېلابېل لوري سیاست کوي.

1 COMMENT

  1. نړیوالو چې په افغانستان کې (پدی ۱۰۰۳ کاله مخکې برتانیی، ۴۵ کاله مخکې شوروی اتحاد چې اکراین، بلاروس هم کې شامل وو، برتانویانو، امریکایانو، پاکستان، ایران، فرانسی، بیاځلې ۲۰ کلنه جګړه کې ناټو، آیساف امریکا+برتانیه+فرانسه بیا پاکستان، ایران) کوم جنایتونه چې کړی هیڅ بشر او زبرځواک به په بل هیواد کې نه وی کړی، پرویز مشرف، نواز شریف (د پاکستان پوځ او استخباراتو) چې مستقیم یا غیر مستقیم د کابل په کنډواله بدلولو کې او بیاځلې په شل کاله پخوا یا دوران کې یی کوم جنایتونه کړی، اوس نړیواله محکمه دا جرئت نشې کولي چې یاد ۱۰۰۳ کاله څخه پخوا جرایم چې برتانیی کړی او بیا په هغه جګړه کې شوری اتحاد سره یادو ښکیلو هیوادونو او داخلې ډلو چې کړی او همدارنګه په شل کلنه دوران کې چې امریکا او دوی متحدینو کړي دا جرایم چې ددې ولس سره شوی، افغانان داسې څوک نلری چې ورباندی وژاړی او داسې د حق او عدالت دروازه نشته چې دوی یی وټکوي او غږ یی واوری مګر همدا نړیواله محکمه هم د امریکا او غرب اجازی ته ګوری. ځکه بینسوډا چې د یادې محکمې مشره ده غوښتل چې د امریکا او ښکیل هیوادونو ډلو او د پخوانې دولت جرایم وڅیړی مګر پخپله ټرمپ یی مخالفت وکړ او هغه څرنوالې ته یی اجازه ورنکړه یعنی تنها دا محاکمه په پوتین باندې ښه د جرم سزا تعین کولې شی مګر د امریکا او برتانیی د شهزاده او فرانسوی ظلمونه څوک نشی څیړلی (آیا نړیوال همدی ته عدالت وايي) چې که غربیان هرچیرته، هرڅه کوی او ډاکټر عبدالله او یونس قانونی او بسم الله خان ورته اجازه ورکوی چې د هرچا کور ته (پښتون) بی د دولت له اجازی تللې شی. چې دا پوښتنه د افغان تلویزون خبریال له عبدالله د ټاکنو پرمهال ترینه وکړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب