جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههلمند کې بېلابېلو پېښو ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

هلمند کې بېلابېلو پېښو ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند:( یکشنبه، د حمل ۱۳ )  په هلمند کي د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې تېره اونۍ په دې ولایت کې د خپلمنځي شخړو او جنائي پېښو له امله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، تېره اونۍ د مرکز لښکرګاه په ګډون د هلمند په موسی قلعه، سنګین، کجکي او باباجي ولسوالیو کي په نهو پېښو کې ۴ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

سرچینې د دغو پېښو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

افغان خبریالان نیوکه لري، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی او دوی په ډېر ځنډ هغه هم له داسې پېښو په محدوده بڼه خبریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...