چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهپر بهرنیو ډولونو یې بندیز لګول شوی؛ افغانستان ۱۵ ډوله درمل تولیدوي

پر بهرنیو ډولونو یې بندیز لګول شوی؛ افغانستان ۱۵ ډوله درمل تولیدوي

تاند:( یکشنبه، د حمل ۱۳ )  د خوړو او درملو ملي ادارې ويلي، اوس کابو ۱۵ قلمه درمل په هېواد کې د افغاني کمپنيو له لوري توليدېږي.

د دې ادارې چارواکي وایي، چې په وروستيو کې د طالبانو د رژیم کابينې ور ته دنده سپارلې، چې هېواد ته د غير معياري، بې کيفيته او قاچاقي درملو د راوړلو مخنيوي په موخه يوه ځانګړې طرحه جوړه او رياست الوزراء ته وړاندې کړي.

د خوړو او درملو ملي اداره ادعا کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د هېواد بازارونو ته د درملو د ناقانونه راواردولو مخنيوی شوی، خو اوس هڅه کوي ،چې د درملو په برخه کې د کورنيو توليداتو دکچې لوړولو سره مرسته وکړي.

 د خوړو او درملو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې ، دا مهال شاوخوا ۱۵ قلمه هغه درمل چې د کورنيو شرکتونو لخوا توليد او بازار ته وړاندې کېږي له هېواده بهر د ورته درملو پر وارداتو کلک بنديز لګول شوی دی.

د طالبانو منتقدین بیا وایي، چې د دوی رژیم په داسې څرګندونو غواړي افغانستان ته له جمهوري نظام څخه په میراث پاتې لاسته راوړنې ځانته منسوب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب