Homeخبرونهکابل کې د موټرو کرایې ټیټې شوي

کابل کې د موټرو کرایې ټیټې شوي

تاند:( یکشنبه، د حمل ۱۳ )  د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې په ښارونو کې د تګ راتګ لپاره د موټرو کرایې د تېلو د بیو په کښمت سره ټیټې شوې دي.

د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، چې د ښاري موټرو د کرایو نرخونو د کنټرول په موخه یې لایحه ترتیب او د پلي کولو لپاره یې په ښارونو کې په موټر چلوونکو ویشلې دي.

د دوی په وینا؛ د موټر چلونکو د سرغړونې د مخنوي او د لایحې د ښه د تطبیق په موخه یې د موټرو په تم ځایونو کې ځانګړي کسان ګومارلي دي.

له بل لوري کابل ښاریان د ترانسپورت وزارت له لوري د نرخونو د کنټرول له امله خوښي څرګندوي، خو یو شمیر بیا ځینې موټر چلونکي د یادې لایحې څخه په سرغړونه تورنوي او وايي، چې په خپل سر له خلکو لوړې کرایې اخلي.

 له دې وړاندې د تېلو او ګازو بیې په بې ساري توګه لوړې شوې وې او په ښارونو کې د موټرو کرایې هم پورته شوې وې، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

یو شمېر موټر چلوونکي بیا د طالبانو نرخ پاڼې ظالمانه بولي او وایي د نورو توکیو له ګرانیدو سره دوی هم اړ دي، چې په لوړه بیه له خلکو کرایې واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...