یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهطالبان له ارګ وروسته په چارو اداره کې هم بل جومات جوړوي

طالبان له ارګ وروسته په چارو اداره کې هم بل جومات جوړوي

تاند:( شنبه، د حمل ۱۲ )  په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین له شدت سره هم مهاله، د طالبانو رژیم په ټول هېواد او په ځانګړي ډول مهمو دولتي ادارو کې د نویو اضافي جوماتونو جوړولو ته شدت ورکړی.

تازه، نن د ارګ د چارو ادارې لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې د دغې ادارې په محوطه کې بل جامع جومات جوړوي.

د چارو ادارې په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې په اړه د دې ادارې دعوت او ارشاد رياست په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې له ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره ياده موضوع شريکه کړي او په دې برخه کې یې د همکاري هڅه وکړي.

 څه موده مخکې د طالبانو رئیس الوزرا ملا حسن اخوند په ارګ کې هم د یوه بل جومات د بنسټ ډبره کیښوده.

د ارګ په محوطه کې بېلابېل جوماتونه له پخوا راهیسې موجود دي، چې کارکوونکي یې لمونځونه پکې کوي.

طالبانو د هېواد پر لویو لارو او کابل ښار مختلفو سیمو کې د ډېرو نورو جوماتونو د جوړولو اعلان هم کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانان له بل هر وخت څخه زیات وږي او په اقتصادي ستونزو اخته دي او د نړیوالو په نسبي بشري مرستو یې یوه لویه برخه وزګار او بېوزله خلک خپل ژوند تامینوي.

2 COMMENTS

  1. دا دلوده زامن پر دې جماتونو خوشې پيسې لګوي که نور راغلل لمړی به جماتونه کمیږي چومات د شیطاني او فساد لوی مرکز دی او له چړیانو سره لواتت پکشې کیږي !

  2. تاندوالو تاسو باید سم دخبریالی کورس ویلی وای. امریکایان یاست او بیا هم دخبریالی ددندی لپاره سم نه یاست تربیه سوی. ستاسو ګناه ده او که اوس امریکا هم هغه دافغانستان په شان شهادتنامی ناپوهانو ته ورکوی.
    اقتصادی درسونه به مو ویلی وو. پپلک اکانومیکس او فیناس همدا رول لری چی دولت په عمومی اقتصاد ته رشد ورکوی چی دخلکو لپاره کار پیدا سی. په ملحدو دولتو کی همدا کارونه دالحاد په ځایو مصرفیږی او افغانستان کی په جوماتو باندی دا ځکه جی افغانستان ۹۹.۵ فیصده مسلمانان دی او دا نیم یی هندوان او ملحدین وبوله. امریکا کی بیا دا په آدم کشی او مخدرو موادو.
    تاسو د ناپوهی له کبله دا لیکلی او که الحادی تعصب مو سترګی پټی کړی؟
    لوپره سوکه سوکه ځان ښیی چی څومره داسلام بدبینه یی. دا بدبینی دی سترګی پټی کړی دی او داسی خبری کوی جی عقل ورته حیرانیږی. کمونستانو هم جوماتونه ندی ړنګ کړی. امریکایی ځیره خورو خو دجمبوری په وخت هم دعوا کوله چی جوماتونه جوړوی. پوه سه مسلمانان پنځه وخته لمونځ کوی او مسلمانان په جوماتو خوشالیږی. زه په یوه مسلمان دولت کی یم او همداسی جوماتونه هرچیرته دولت او خصوصی سیکتور جوړ کړی. دلته خصوصی سیکتور باید دخپلو پروژو په مینځ کی دجومات ځای او تعمیر ولری.
    خدای دی لیږ هوشیار کړه او اسلام ته مو هدایت کړی.
    تښتیدلی او همدا یی خبری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب