شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهطالبانو د یوه امریکایي عسکر د وژلو مدعي ته نقدي ډالۍ ورکړې

طالبانو د یوه امریکایي عسکر د وژلو مدعي ته نقدي ډالۍ ورکړې

تاند:( شنبه، د حمل ۱۲ )  د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مرستيال مولوي محمد رباني ناصح د دغه ولایت د شینوارو له یوه اوسیدونکي حکمت الله خالد سره لیدلي او د نقدي ډالۍ ترڅنګ یې د هغه قدرداني کړې ده.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، دغه کس « غازي» ګڼل شوی او ویل شوي، چې هغه شاوخوا ۱۰ کاله مخکې په شینوارو کې د امریکا

۲۶ کلن خورد ضابط مایکل کیبليو د چاقو په ګزارونو وژلی او له سیمې تښتیدلی و.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، دا بريد لس کاله وړاندې د ۱۳۹۲ کال د ورې مياشتې په ۱۲مه نېټه شوی او د امريکايي ځواکونو له لوري تاييد شوی و.

امریکایي ځواکونو هغه مهال د خپل دغه عسکر د قاتل د وژلو ادعا کړې وه، خو طالبان وایي چې هغه قاتل وژل شوی نه و؛ بلکې تښتیدلی و.

د طالبانو مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح نوموړی « اتل» او « غازي» بللی او د نوموړي دغه ادعا شوې کړنه يې د افغانانو په تاريخ کې« ستره ميړانه» ياده کړې ده.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي:(( نوموړي ياد غازي سره نغدي مرسته وکړه، هغه ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې ا.ا به خپلو غازيانو ته چې په تېر کې يې داسې اتلولۍ ښودلې ځانګړې پاملرنه وکړي.))

امریکایي چارواکو د طالبانو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

6 COMMENTS

  1. ډیر لوړ او پر ځای اقدام دۍ.
    په د هیله چه په ډالیو بسنه ونشی او د هر یو شهید او غازی په نومونو زموږ د کلی او کڅو نومونه ونومول شی تر څو د نوی نثل لپاره بیلګه وی.

    • ممکن دا امریکایی دیو چا پلار یا ورور وی نوځکه یې خوا په بدیږی.
      زما هم دا نظر دی د هر خارجی وژونکی اتل دی
      باید تقدیر سي

      • ای احمقه وحشی نه يوازې په مدني قانون کې بلکې په شرعي زړو عربي قوانینو کې هم له جنګه پرته وژل ناروا دي ! تاسې د لوده زامن په وژلو کې قدرت او پيسې پيداکوۍ ، سترګې مو خړې نیولې په ښځو مو ژوند تریخ کړی او طبعي حقوق مو ترې اخیستي دي نعلت ستاسو په دین او شریعت !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب