چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهمجاهد: کړکېچ نړیواله ډله مو پاکستان سره ښې اړیکې خرابول غواړي

مجاهد: کړکېچ نړیواله ډله مو پاکستان سره ښې اړیکې خرابول غواړي

تاند:( شنبه، د حمل ۱۲ )  د طالبانو د ادارې ویاند «ذبیح الله مجاهد» د کړکېچ د نړیوالې ډلې د راپور په غبرګون کې چې وایي د تحریک طالبان پاکستان اصلي مرکز په افغانستان کې دی، ویلي چې دغه ډله په افغانستان کې هېڅ مرکز نه لري.

مجاهد زیاته کړې، چې افغانستان به تحریک طالبان پاکستان او یا کومې بلې ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

هغه وويل چې افغانستان او پاکستان ښې اړيکې لري، خو نړيوال کړکېچ ډله يې د له منځه وړلو هڅه کوي.

طالب وياند زیاته كړه: د تحريك طالبان پاكستان مسئله افغانانو سره، نه پاكستان پورې اړه لري. دغه تحریک كه وغواړي د افغانستان خاوره د پاكستان په خلاف استعمال كړي، اجازه به ورنه كړو.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و چې اسلام اباد د امنیتي مسایلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه له کابل سره په تماس کې دی.

د طالبانو رژیم مخکې د پاکستان د حکومت له لوري هم په افغانستان کې پاکستاني طالبانو ته په پناه ورکولو تورن شوی.

پاکستان څو ځله د پاکستاني طالبانو د ځپلو لپاره په افغانستان کې بریدونه هم کړي، چې له امله یې د طالبانو د رژیم پر وړاندې د خلکو حساسیت زیات شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب