چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهسعودي افغانستان سره د سل ټنه خرما مرسته وکړه

سعودي افغانستان سره د سل ټنه خرما مرسته وکړه

تاند: ( شنبه ، د حمل ۱۲ مه) سعودي عربستان سفارت د افغانستان سرې میاشتې ټولنې سره، د سل ټنه خرما د مرستې خبر ورکړ.

په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت ویلي، چې دا خرما د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان د بشري مرستو او انسانی کارونو د مرکز له خوا افغانانو ته ډالۍ شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر افغانانو پر اسلامي او عربي هېوادونو، چې د تېلو پراخې سرچينې لري نیوکې کړي، چې د افغانستان د بشري او اقتصادي ناورين د شدت پر مهال هم دوی سره د خرما مرسته کوي.

دوی له سعودي پوښتنه کړې، چې د خرما په دې مرستو ېې څومره افغانان مړيدای شي او آیا سعودي او نور عربي هېوادونه د افغانانو پر وړاندې هم دومره مسووليت لري؟

4 COMMENTS

  1. ولاکه سړی څه ووائی.
    سل ټنه = یو لک کیلو
    په متوسطه توګه هر کیلو خُرما = ۹۵ دانی
    مانا
    یو لک کیلو خرما = پنځه نوی لکه دانی یا نه نیم میلونه دانی ÷ ۳۰ میلون نفوس = هر دریم افغان ته یوه دانه خرما
    چی پدی حساب
    دا به حتی د طالبانو د پلرګنی او خُسرګنی او نورو نژدی او لیری دوستانو لپاره بس نه وی.
    سره لدی
    د سعودی فاسدو حُکامو او فاسدو مُلایانو او فاسد عام وولس ته بیا هم افغانان ډیر ارزښت لری نسبت نورو خارجیانو ( مثلاً ) رونالډو یا نورو فوټبالرانو ته ، هغوی بیچاره ګانو ( خارجی لوبغاړو ) ته حتی دوه کیلو خرما هم نه ور کوی خو موږ ته ئی یو ټن را لیږلی ده ( چی کور ئی ودان!!!! ) البته د 《 د 》 پر ځای مو 《 ر 》هم نه ده پر پیرزو کنی د ودان پر ځای به وران لیکل سوی وای.

  2. په دوه زره څلورم کال کی می په یادیږی چی سعودیانو رزیلو حکامو د جورج بوش سره د توری عربی اتڼ کاوه او د ناتو د تیلو ټول تمویلونکی مصارف سعودی مفت په غاړه اخیستی وو ، اوس نو په کار ته چی د دی زڼو سخه یی نرسری کی استفاده وشی ، تر څو خپله خرما آینده کی د خیره ولرو ، که وطن کی مو ماغزه وی ؟

  3. ښه ده الله د موږ ته وس راکی چه یو په لس یی ورکړو خیر که خرما نوی سینځلې به ورکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب