جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه طبي توکيو مرسته وکړه

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه طبي توکيو مرسته وکړه

تاند: ( شنبه ، د حمل ۱۲ مه) ‏ اروپايي ټولنه وایي، افغانستان ته یې سل ټنه طبي توکي او درمل استولي او له اړو افغانانو سره د خپلو مرستو دوام ته ژمنه ده.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې څانګې پر خپل ټوېټر لیکلي چې د هوايي دهلېز له لارې یې د ۱۰۰ ټنه طبي توکو او درملو بله کڅوړه کابل ته استولې ده.

سرچینې زیاته کړې، دغه ټولنه له اړو افغانانو سره د خپلو مرستو دوام ته ژمنه ده.

د یادونې ده، اروپايي ټولنې نږدې یوه میاشت وړاندې هم د سل ټنه طبي توکو او درملو مرسته افغانستان ته را استولې وه.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورين د شدت تر څنګ، روغتيايي خدمتونه په پراخه کچه کم شوي چې خلک ېې ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...