جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپاکستان ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ۴ داعشیانو د وژلو ادعا وکړه

پاکستان ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ۴ داعشیانو د وژلو ادعا وکړه

تاند:( شنبه، د قوس نولسمه) د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ۴ داعشیانو د وژلو ادعا کړې ده.

پاکستاني چارواکو په دې اړه ادعا کې دا هم ویلي، چې دوه نور داعشيان ورڅخه تښتیدلي او نادرکه شوي دي.د

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د داعش ډلې خراسان څانګې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت منلی او په دې اړه ېې يوه ويډيو خپره کړې ده.

افغان شنونکي خپره شوې ويډيو او د پاکستان نننۍ ادعا دواړه غولونکي بولي او پاکستان دا ځل د داعش د خطر په نوم د نوې لوبې په سمبالولو او نړيوالو نه په امتیاز اخیستو تورنوي.

د دوی په باور، په سیمه کې د داعش ډلې واقعي موجودیت نشته او له پیله په افغانستان کې په دې نوم فعاله شوې ډله د پاکستان اړونده وه، چې استخباراتي سياستونه ېې پرې مخته وړل‌.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...